د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سعيد زابلى شعرونه

غز ل

 را باندې اوري يو ارمان جانانه

دا ستا له سترګو په ايمان جانانه

ته مې په خوا كې يې عجيبه دا ده
خو زه بيا هم  يمه پرېشان جانانه

تعريف د ژوند د فلسفې كه غواړې
ودان په مينه دا جهان جانانه

د غزل راز چې له هرڅه را  اخلم
ته په هرڅه كې يې خندان جانانه

بې تا سجدې سعيد د زړه په زور كړم
زما شيرين افغانستان جانانه
د شاعر نور شعرونه ←