افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غز ل
چې پر ما دې پېرزو نه دغه غمى دى
وايه كوم بختور وړى ستا زړګى دى
ستا و شونډو ته يې خوله كې اوبه راشي
دا راغلى له صحرا ساده سړى دى
اوس هغه زمانه نشته لېونيه
چا ويل چې يار له ياره سپيلنى دى
و پردو ته يې دي كښته سترګې زيړې
خو په كور دننه څومره ستر زمرى دى
نور د جنګ سندرې وايي حماسي دي
خو سعيد ګوره د ښكلو لېونى دى