د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي سعيد زابلى شعرونه

غز ل

لكه زاهد وځان ته ناست يمه خلوت لرمه 
ډېره موده يې په ښكلا كې رياضت لرمه

دا ښاري پېغلې مې پر زړه باندې چك نه لګوي
زه كليوال ژڼى ساده غوندي فطرت لرمه

ګناهګار يم خو دومره نه يم چې له لارې وځم
د شپې ناوخته د غزلو امامت لرمه

ستا په كتو را باندې سل زره رنګونه اوري
جار دې له سترګو څه ښاغلى محبت لرمه

په دغه وخت كې چې سعيد له بلا امن لرم
دعا د مورجاني بلا بلا رحمت لرمه
د شاعر نور شعرونه ←