پښتو ادب · شاعران
انعام الله ګوهر
د انعام الله ګوهر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلی انعام الله ګوهردمولوي محمدرضاکره په۱۹۸۹۰ میلادي کې دهجرت پر محال دبغړپه انګوراډه کې دې نړۍ ته س
ترګې پرانستي ،پلارن
ی استوګنځای یې د افغانستان دپکتیکا ولایت دسپینه کلی دی ،چې اکثره اوسیدونکي یې خروټي دی ښاغلی ګوهر هم په قوم خروټی
دی ،لومړنۍ زده کړې یې په وزیرستان کې ترسره کړې دي د۲۰۰۱حول راوروسته ددویم ځل له پاره یې کورنۍله وزیرستان څخه په۲۰۰۳ میلادي کې کراچۍ ته هجرت کړی ،ښاغلی ګوهرزده کړي خ
پلي زده کړي په پېښور کې د اقتصاد په برخه کې تر سره کړې او دا مهال په خپل هېواد کې په دنده بوخت دی.
،دزده کړو ترڅنک دپښتوژبې دبډاینې اومینې په خاطرشعرونه هم لیکي اوترڅنګ یې له نورو ژبوڅخه په پښتوژبه ژباړې کوي دګوهرپه نوم ویبلاګ لري چې هراړخیزمعلومات خپروي.
په دې وروستیو کې یوه شعري ټولګه هم چاپ شوې چې ( نور دي نه یادوم) نومیږي.
شعرونه
19 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
انعام الله ګوهر
جانانه راشه ستا راتګ ته په سلګو دی ارمان
زما په زړه کې زیاتې نور په ختمېدو دی ارمان
یو خو زما والله د ستا ښکلې مسکا خوښه ده
بل مې د ستا د ښکلي مخ د ښکلېدو دی ارمان
خدای دې په مینه کې څوک دومره هم بې وسه نه کړي
زما له اوښکو سره ګډ په بهېدو دی ارمان
زه خو دې وویستم له کاره ،دا پروا نه لري
ستا د ځواني موسم هم نور په تېرېدو دی ،ارمان
په دې وطن کې ته د سولې څادر وغوړوې
خالقه خدایه دا د غټو او وړو دی ارمان
زمونږ د سر او مال قاتله خدای دې وشرموه
ستا شرمېدل د همه واړه پښتنو دی ارمان
هغه ګوهر چې تا پرې ایښی له هغې نه وروسته
د هغه حال جانانه اوس د لېونو دی،ارمـان !
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
انعام الله ګوهر
دا چې په هر کور کې ژړا ده ،په هر چا قیامت دی
قیامت نور څنګه وي سړیه ! خو همدا قیامت دی
غاړه دې بنده که به ټینګه غېږه نه راکوې
هسې هم ډېري اوازې دي چې سبا قیامت دی
په چا دې سیوری دی د زلفو ،څوک دې لمر ته ولاړ
د تا دیدن کول خو هم یاره صقا قیامت دی
شي هره ورځ لکه شپېته زره کلونه اوږده
له تانه پرته بس په ما باندې اشنا قیامت دی
سړی چې مړ شي له دنیا سره یې بند شي تعلق
سړی چې څنګه له دنیا نه شو فناه ،قیامت دی
هغه د (چا) د بېلتانه ورځې دې هېرې شوې بیا !
ګوهره یار ! په تا تېر شوی ډېر پخوا قیامت دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
انعام الله ګوهر
د چا د یاد له وجې نه لرم خبر له ځانه
زه نا خبر له ځانه، ګرځم مرور له ځانه
د خیال کوڅو کې سرګردانه ګرځېدم درپسې
پرون په تاپسې راوتی وم بهر له ځانه
نور د دنیا کاروبار پاتې دی له ما ملګرو
اوس مې جوړ کړی د غمونو سوداګر له ځانه
دا به زما خپله کمي وي چې د ځان مې نه کړې
په دې خبره مې نفرت کیږی اکثر له ځانه
هغه تر اوسه لا سرلوړي او ژوندي پاتې دي
چې څوک په مینه کې تېر شوي له خپل سر ،له ځانه
ګوهر راوباسه د باندې له صدفه د زړه
ګوهره جوړ کړه د ګوهرو سمندر له ځانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
انعام الله ګوهر
زړه مې نه دی خلکو ! ويجاړ ښار د ارمانونو دی
بار مې په اوږو باندې دروند بار د ارمانونو دی
دا چې پنډ،پنډ اوښکې مې په مخ باندې روانې دي
نه ! نه ! اوښکې نه دي،دا قطار د ارمانونو دی
مرګه ساه نيولی دې تر غېږې پورې راغلمه
پروت مې په څېره باندې غبار د ارمانونو دی
دا د محرومۍ انتها نه ده نو بـيا څه دي يار !؟
ورک رانه په مينه کې اوس شمار د ارمانونو دی
وروسته مې له مرګه هم په قبر باندې وليکئ !
دا دګوهر نه دی ،دا مزار د ارمانونو دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
انعام الله ګوهر
ته چې له ما لاړې زه خو بېرته ماته پاته شوم
څنګه د پوټي غوندې په لار کې شاته پاته شوم
نور خلک په نورو رنګینو پسې روان شول ټول
یو زه وم چې ستا د ښکلي مخ رڼا ته پاته شوم
ته خو د پتنګ په څېر د ژوند له قیده خلاص شولې
زه لکه روښانه شمه بیا هوا ته پاته شوم
هر چا دې د حسن له شغلو خوندونه واخیستل
زه خوار د کوم خوار د کار په څېر سبا ته پاته شوم
ټول یاران مې غلي غلي تېر شول،ځان یې وویستو
زه یکې تنها د وخت خوني بلا ته پاته شوم
نور خو مې هر څه له لاسه ووتل په مینه کې
تش په ځان خندا او ابدي ژړا ته پاته شوم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
انعام الله ګوهر
د چا له وجې کوم کرکه له نامې د مینې
زما تر مخ به نورې نه کوئ کیسې د مینې
ژوند به مې څو بې مانا کرښې شي په سر د اوبو
که ترې نه لري شي دا څو ورځې او شپې د مینې
له ډېره درده مې زړه اور واخیست،لمبه لمبه شو
لکه نغمې خورې ورې شوې ترې شغلې د مینې
د چا له لاسه چې مې ژوند له ښې ښمري ووت
تر ټولو زیات مې سپکاوی وکړ هغې،د مینې
ستا که دا نېت و چې پرې ږدې به مې په نیمه لار کې
ولې دې وکړې بیا له ما سره وعدې د مینې
ګوهره مینه دلته جرم دی ډېر پام به کوې
په ټول ګاوڼډ کې دي خپرې دي اوازې د مینې
لعنتبشپړ شعر ولولئ
لعنت
انعام الله ګوهر
ته چې راغلې زما ژوند ته
زما ژوند او زما زړه دې
زما سکون ، زما خوښې دي
لنډه دا زما هر څه دې
له خپل ځانه سره یوړل
بیا مې ډېرې نارې وکړې
خو رانغلې
بس چې لاړې پسې لاړې
د وفا ټولې وعدې مې
در په زړه یوه یوه کړه
د پښتو پېغور مې درکړ
د حمزه شعر مې دریاد کړ
خو نه ټنیګه په وعده شوې
اونه کلکه پښتنه شوې
ځکه زړه دې آینه دی
په کې هر څوک مالومیږي
ورته هر سړی دریږي
ترې نه ژر څوک پناه کیږي
ته د غرب په رنګینو کې
پیدا شوې،لویه شوې
ته خو ګل د کاغذه وې
نه دې بوی و ،نه دې رنګ و
ته تصویر د دېواله وې
نه دې خوی و نه دې خوند و
ته په دې کله پوهېږې
چې وفا لا څه بلا وي؟!
دا پښتو بیا څه ته وايي؟!
مینه چا په کې پیدا کړه؟!
اوس نو پروت یم لکه مړی
له خپل ژونده یمه ستړی
پخپل زړه مې لعنت وایم
چې په تا بندې دهوکه شو
چې په تا باندې مین شو
بېلتونبشپړ شعر ولولئ
بېلتون
انعام الله ګوهر
چې صحرا وي د سکروټو
او مزل د یبلو پښو وي
فاصله د څو کلو وي
های های او هوهو ويطوفانونه وي ،سېلۍ وي
فریادونه وي،سلګۍ وي
چې ښه تکه توره شپه وي
نه د ستورو پته لګي
نه هم پاس سپينه سپوږمۍ وياو یا ټکنده غرمه وي
نه خواړه وي نه اوبه وي
لوږه ،تنده د زغملو
بېخي نه وي،بېخي نه وي
هرې خوا ته انګولا وي
د لېوانو، د زمریانو
په هر ځای کې وي غارونه
د مارانو،لړمانوښه اوس راشه فکر وکړه
د دوزخ غوندې په دغه
ویرلړلې،غم لړلې
او اوږده صحرا کې تګ به
څومره سخت او څومره ګران ويخو په سر مې شین اسمان دی
زما په دې باندې ایمان دی
چې په یبلو پښو به ګوښی
زه په دې صحرا کې لاړ شم
دا هر څه ماته اسان دي
خو ستا غم زغملی نه شم
تا خفه لیدلی نه شم
یوه شپه د ستا د هجر
یوه شېبه له تانه لرېله دې هر څه راته سخته
له دې هر څه راته ګران دي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
انعام الله ګوهر
عبث مې وکړ دومره ظلم پخپل ځان افسوس
یعني زما نه شو زما ښکلی جانان افسوس
چې ځناور یې هم پناه غواړي له شره ځینې
آخ آخ په کار دی د دې دور په انسان افسوس
زه ستا له غمه په ژړا یم او باران هم اوري
ګواکې له ما سره کړي ستا په ویر اسمان افسوس
زړه مې له ډېرو هیلو ډک و چې درتلمه تاته
او ستا له دره یم خالي جولۍ روان ، افسوس !!
چې نه د ځان نه د جانان نه د جهان شو وای،وای !!
د بېچاره ګوهر په حال باندې ارمان !!! افسوس !!!