د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل


 

د چا له وجې کوم کرکه له نامې د مینې
زما تر مخ به نورې نه کوئ کیسې د مینې
ژوند به مې څو بې مانا کرښې شي په سر د اوبو
که ترې نه لري شي دا څو ورځې او شپې د مینې
له ډېره درده مې زړه اور واخیست،لمبه لمبه شو
لکه نغمې خورې ورې شوې ترې شغلې د مینې
د چا له لاسه چې مې ژوند له ښې ښمري ووت
تر ټولو زیات مې سپکاوی وکړ هغې،د مینې
ستا که دا نېت و چې پرې ږدې به مې په نیمه لار کې
ولې دې وکړې بیا له ما سره وعدې د مینې
ګوهره مینه دلته جرم دی ډېر پام به کوې
په ټول ګاوڼډ کې دي خپرې دي اوازې د مینې
 

د شاعر نور شعرونه ←