پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
بېلتون
چې صحرا وي د سکروټو
او مزل د یبلو پښو وي
فاصله د څو کلو وي
های های او هوهو وي
طوفانونه وي ،سېلۍ وي
فریادونه وي،سلګۍ وي
چې ښه تکه توره شپه وي
نه د ستورو پته لګي
نه هم پاس سپينه سپوږمۍ وي
او یا ټکنده غرمه وي
نه خواړه وي نه اوبه وي
لوږه ،تنده د زغملو
بېخي نه وي،بېخي نه وي
هرې خوا ته انګولا وي
د لېوانو، د زمریانو
په هر ځای کې وي غارونه
د مارانو،لړمانو
ښه اوس راشه فکر وکړه
د دوزخ غوندې په دغه
ویرلړلې،غم لړلې
او اوږده صحرا کې تګ به
څومره سخت او څومره ګران وي
خو په سر مې شین اسمان دی
زما په دې باندې ایمان دی
چې په یبلو پښو به ګوښی
زه په دې صحرا کې لاړ شم
دا هر څه ماته اسان دي
خو ستا غم زغملی نه شم
تا خفه لیدلی نه شم
یوه شپه د ستا د هجر
یوه شېبه له تانه لرې
له دې هر څه راته سخته
له دې هر څه راته ګران دي