پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
عبث مې وکړ دومره ظلم پخپل ځان افسوس
یعني زما نه شو زما ښکلی جانان افسوس
چې ځناور یې هم پناه غواړي له شره ځینې
آخ آخ په کار دی د دې دور په انسان افسوس
زه ستا له غمه په ژړا یم او باران هم اوري
ګواکې له ما سره کړي ستا په ویر اسمان افسوس
زړه مې له ډېرو هیلو ډک و چې درتلمه تاته
او ستا له دره یم خالي جولۍ روان ، افسوس !!
چې نه د ځان نه د جانان نه د جهان شو وای،وای !!
د بېچاره ګوهر په حال باندې ارمان !!! افسوس !!!