د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

لعنت



ته چې راغلې زما ژوند ته
زما ژوند او زما زړه دې
زما سکون ، زما خوښې دي
لنډه دا زما هر څه دې
له خپل ځانه سره یوړل
بیا مې ډېرې نارې وکړې
خو رانغلې
بس چې لاړې پسې لاړې

د وفا ټولې وعدې مې
در په زړه یوه یوه کړه
د پښتو پېغور مې درکړ
د حمزه شعر مې دریاد کړ
خو نه ټنیګه په وعده شوې
اونه کلکه پښتنه شوې
ځکه زړه دې آینه دی
په کې هر څوک مالومیږي
ورته هر سړی دریږي
ترې نه ژر څوک پناه کیږي

ته د غرب په رنګینو کې
پیدا شوې،لویه شوې
ته خو ګل د کاغذه وې
نه دې بوی و ،نه دې رنګ و
ته تصویر د دېواله وې
نه دې خوی و نه دې خوند و


ته په دې کله پوهېږې
چې وفا لا څه بلا وي؟!
دا پښتو بیا څه ته وايي؟!
مینه چا په کې پیدا کړه؟!

اوس نو پروت یم لکه مړی
له خپل ژونده یمه ستړی
پخپل زړه مې لعنت وایم
چې په تا بندې دهوکه شو
چې په تا باندې مین شو

 

د شاعر نور شعرونه ←