پښتو ادب · شاعران
بختیار ساحل
د بختیار ساحل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
ځوان او نازکخیال شاعر ښاغلي بختيار ساحل
شعرونه
11 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ساحل
واک به مو بل سره وي ياره ځان به پــــــاتې نه وي
مينه الفت به نه وي دا جهان به پــــــــاتــــې نه وي
چې زه پرې بيا اوښکې دمه کړم او تـــــه ګورې ورته
ستا تر راتلو پورې اشنا ګرېوان بــــــــــــه پاتې نه وي
جنون ، ساغر او مى دا درې واړه بـــــه ورک ورک وي
داميکده به نه وي دا رندان بــــــــــــــــــه پاتې نه وي
راځه يو ځـــــلـــې راســــــــــــــــره دزړه خبرې وکړه
بيانـــــــــو کــــــه مرمه ګوره بل ارمان به پاتې نه وي
ستـــــا مريدي خيال به يواځې شي بې پيره به شي
( ساحله )! دا (دروېش ) او دا( کاروان ) به پاتې نه وي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ساحل
داڅو اوښکې دي ګرېوانه دادې تاسره يـــــــــــــــادګار وي
دا د رکومه له خپګانه دادې تــــــــــــــاســـــــره يادګار وي
څو سپيڅلي شهيدان مې درته پرېـــــــــښودل په غېږ کې
ډک له ننګ افغانستانه دادې تــــــــــــــــــــاسره يادګار وي
ځي له زړه نه مې سرې وينې راشه خال ترې ځانته کېږده
زه چې مړ شومه جانانه دادې تاسره يـــــــــــــــــــادګار وي
څو ترخې خاطرې واخله پام چې څوک پرې خبر نــــه شي
زړه مې تور دى له هر چانه دادې تاسره يــــــــــادګــــار وي
څو غزلې څو سندرې خوار ( ساحل) درتـــــــــــه ليــــکلي
او س نو ځي له دې دونيا نه دادې تاسره يـــــــــــادګــار وي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ساحل
دخلکو منځ کې اشاره ښــــه نه وي
په تنهايۍ کې بهانه ښــــــــه نه وي
دمينې کورته مخامخ ځــــــــي سړى
په دروازه کې يې دمـــــــه ښه نه وي
دعشق لفظونه خو خــــواږه خواږه وي
دعشق پر پاڼو سريـــــــزه ښه نه وي
قد دچنار په شــــــــــان او دنګه غړۍ
هسې لنډۍ بـــوچۍ وړه ښه نه وي
( ساحله ) ســر تاو کړه اوده شه کرار
بس هره شپه خو شوګيره ښه نه وي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ساحل
کله چې هم زما په بــــــــــــرخه کې جانان ورسي
زما ګاونډ او زما چم ته بيا شيـــــــــــــــطان ورسي
خپلو کږو وږو خبرو ته خــــــــــــــــــــــوشحاله ومه
خو په دې نه ومه چې تاته به تـــــــــــــاوان ورسي
لږ چې چا ورټلو لږ چې چاخــــــــــــــپه غوندې کړو
زمونږه زور هم بيا په خپل څېـــــــرې ګرېوان ورسي
بس په ايمان يې درته وايـــــــــــــمه باور پرې وکړه
هر څه بې خونده شي چې تاته څه خپګان ورسي
د ډېرو ښکلو لــــــــــــــه دعا څخه بې برخې شومه
يقين مې نه شي چې منـــزل ته مې کاروان ورسي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ساحل
ستا دنظر غشي چې نه ودرېـــــــږي
ياره ! زما به اخر زړه ودرېـــــــــــــــږي
ګيلې مې ټولې خولې ته راولــــــــمه
چې موقه راشي بيا مې خوله ودرېږي
نور هر سړى ترېنه په زوږ تېــــــــريږي
زمونږ سندرو ته کـــــــاڼــــه ودرېــــږي
زمونږ دبخت مرغه خــــاونده هروخـــت
چې څنګه شي پــــــــه الوته ودرېـږي
ساحله! نوې هيــــــلې زړه ته راشــي
سپوږمۍ چې کله هم په غره ودرېــږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ساحل
لاره وي ګودر وي سړى وډار شي
هسې زړه اوتر وي سړى وډار شي
څومره که ديار سره تنها وي څوک
بيا هم يو نظر وي سړى وډار شي
دا مخلوق او دا زمان چې وګورې !
څومره چې باور وي سړى وډار شي
ښکلي چې دمرګ په نوم راوتې وي
يو وي که لښکر وي سړى وډار شي
دغه ميخانې دې نورې ړنګې شي
هسې هم که شر وي سړى وډار شي
ټول وجود که بايلې نو څه باک نه وي
زړه ته چې خطر وي سړى وډار شي
داکه وي دامن يا دجنګ پيغام
نو م يې چې خبر وي سړى وډار شي
بس خو چې ( ساحل ) يې کله نه درلود
رود که سمندر وي سړى وډار شي
دکب څلورمه دشپې دولس بجې دازمون صيب کور
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ساحل
نن په دې پورې ميخانه کې يوه شپه کومه
چې هر څه کيږي بس ګنا کوم نشه کومه
چې ستا قامت اوستا رخسار ستايم نو بيا دلبره !
هغې غزل ته پوره درې شپې شوګيره کومه
دمخورو او سپين ګيرو خودې ونه منل
داځل دکلي لېونو باندې جرګه کومه
لېونى نه يم چې په ځان راټولومه خلک
په زړه مجبور يم چې رباب وهم ټپه کومه
هر ځل په کاڼو بدرګه يو خو بيا هم درځمه
ستا په کوڅه کې لا غزل ليکم دمه کومه
نن چې داستا په مخامخ دلبره چپ ولاړ يم
نن خو دې زه دښکلي حسن تماشه کومه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ساحل
د مسلمان بچي دکفر تر سرايه نه ځي
که ټول له لوږې مري خو بياهم تر بډايه نه ځي
هغه غږونه به د زړه دتل غږونه نه وي
هغه غږونه چې له دې ځايه تر خدايه نه ځي
لکه زخمي سپاهي به خامخا پرېوځې آخر
څوک چې دمينې په لار ځي او بيا تر پايه نه ځي
دغه پاچا خو ځان تردې حده بدنامه کړ چې
داځل به دې چوکۍ ته دا دچا په رايه نه ځي
سترې جګړې ته ځې فاتح ملګري ګوره ځانته
( ساحله ) دوى خو تاسره دجنګ تر ځايه نه ځي
٨٧- ٣ – ١١
نذرانهبشپړ شعر ولولئ
نذرانه
بختیار ساحل
نذرانه
نه ،
داسې خونه ،
چې ته دبل په لاسو
له مانه سر غوڅوې
سر غو څول مې هم قبول دي ياره !
خو ستا په خپلو لاسو
خو ستا په خپلو لاسو
اروښاد فرهاد تهبشپړ شعر ولولئ
اروښاد فرهاد ته
بختیار ساحل
! د هغه په ليکله
هغه چې يه فرهاده ! مـــــــــــا اوتا زندۍ کوي
يو ورځ به دا څلور کونجـــــــــه دونيا زندۍ کوي
اى ! ودرې مخ راواړوه چــې لاړه رانه ، نه شې
تياره را خوره شــــــــــــــــوې ده رڼا زندې کوي
دې خوار ولس دغــــــاړې رسۍ سرته خېژولې
خو دا ياغي بـــــــــاغي خلک يې لا زندۍ کوي
څوک ور دميـــــــــکدې تړي ساقي په کاڼو ولي
بيا دې کــــــــــلي نه نور پاسي ملا زندۍ کوي
( ساحله ) د دلبر ښېرا کې دومره لوى اغېز دى
چې اوس راتــه په ستوني کې دوعا زندۍ کوي