افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
کله چې هم زما په بــــــــــــرخه کې جانان ورسي
زما ګاونډ او زما چم ته بيا شيـــــــــــــــطان ورسي
خپلو کږو وږو خبرو ته خــــــــــــــــــــــوشحاله ومه
خو په دې نه ومه چې تاته به تـــــــــــــاوان ورسي
لږ چې چا ورټلو لږ چې چاخــــــــــــــپه غوندې کړو
زمونږه زور هم بيا په خپل څېـــــــرې ګرېوان ورسي
بس په ايمان يې درته وايـــــــــــــمه باور پرې وکړه
هر څه بې خونده شي چې تاته څه خپګان ورسي
د ډېرو ښکلو لــــــــــــــه دعا څخه بې برخې شومه
يقين مې نه شي چې منـــزل ته مې کاروان ورسي