افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
واک به مو بل سره وي ياره ځان به پــــــاتې نه وي
مينه الفت به نه وي دا جهان به پــــــــاتــــې نه وي
چې زه پرې بيا اوښکې دمه کړم او تـــــه ګورې ورته
ستا تر راتلو پورې اشنا ګرېوان بــــــــــــه پاتې نه وي
جنون ، ساغر او مى دا درې واړه بـــــه ورک ورک وي
داميکده به نه وي دا رندان بــــــــــــــــــه پاتې نه وي
راځه يو ځـــــلـــې راســــــــــــــــره دزړه خبرې وکړه
بيانـــــــــو کــــــه مرمه ګوره بل ارمان به پاتې نه وي
ستـــــا مريدي خيال به يواځې شي بې پيره به شي
( ساحله )! دا (دروېش ) او دا( کاروان ) به پاتې نه وي