د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختیار ساحل شعرونه

غزل

نن په دې پورې ميخانه کې يوه شپه کومه
چې هر څه کيږي بس ګنا کوم نشه کومه

چې ستا قامت اوستا رخسار ستايم نو بيا دلبره !
هغې غزل ته پوره درې شپې شوګيره کومه

دمخورو او سپين ګيرو خودې ونه منل
داځل دکلي لېونو باندې جرګه کومه

لېونى نه يم چې په ځان راټولومه خلک
په زړه مجبور يم چې رباب وهم ټپه کومه

هر ځل په کاڼو بدرګه يو خو بيا هم درځمه
ستا په کوڅه کې لا غزل ليکم دمه کومه

نن چې داستا په مخامخ دلبره چپ ولاړ يم
نن خو دې زه دښکلي حسن تماشه کومه

د شاعر نور شعرونه ←