افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
لاره وي ګودر وي سړى وډار شي
هسې زړه اوتر وي سړى وډار شي
څومره که ديار سره تنها وي څوک
بيا هم يو نظر وي سړى وډار شي
دا مخلوق او دا زمان چې وګورې !
څومره چې باور وي سړى وډار شي
ښکلي چې دمرګ په نوم راوتې وي
يو وي که لښکر وي سړى وډار شي
دغه ميخانې دې نورې ړنګې شي
هسې هم که شر وي سړى وډار شي
ټول وجود که بايلې نو څه باک نه وي
زړه ته چې خطر وي سړى وډار شي
داکه وي دامن يا دجنګ پيغام
نو م يې چې خبر وي سړى وډار شي
بس خو چې ( ساحل ) يې کله نه درلود
رود که سمندر وي سړى وډار شي
دکب څلورمه دشپې دولس بجې دازمون صيب کور