د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

جلال امرخېل

د جلال امرخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

مرور غم  دې زړه تــــــه څـــــه په ټيټو سترګو راغی
لکه مـــــــاجـــــــر چـې په واپس افغانستان ته اوړي

ځار د پښتو له فلسفې ،چې غشی بل ته جوړ کړم
څو شېبــې پس مې د کمان مخه خپل ځان ته اوړي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

83 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

کړې حالاتو اشارې دي
ځوانيمرګه به شې
خواته مې مه راځه خطرې دي
ځوانيمرګه به شې

څوک به دې مړه کړي لوپټه
په بلۍ مه رپوه
د خلکو سترګې درپسې دي
ځوانيمرګه به شې

پرون سهار د قضايي لمونځ
له ادا نه وروسته
درپسې کړې مې ښېرې دي
ځوانيمرګه به شې

زمابدنامه نوم په پام
اخله بدنامه به شې
بيا د سنګسار ، سنګسار
نارې دي ځوانيمرګه به شې

سيلۍ باران ، برېښنا ،
طوفان دا توره شپه ده مه
ځه
دا څه وژونکې منظرې دي
ځوانيمرګه به شې

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

لکه تياره مې د رڼا ،
تصوير ته ډېر وژړل
نن مې د هغې بې وفا ،
تصوير ته ډېر وژړل

ما په اول ځل د يو چا
تصوير کې ځان وليده
ما په اول ځل د يو چا ،
تصوير ته ډېر وژړل

دلته يو څوک چې زما د زړه
تصوير يې واخيست
دلته يو څوک و چې يې ستا
، تصوير ته ډېر وژړل

کلونه پس مې ستا تصوير
وليد ، راياده مې شوې
کلونه پس مې نن شپه بيا ،
تصوير ته ډېر وژړل

تا مې د خوږ زړه په پرهار
پورې خندا وکړه خو
ما دې د سترګو د مسکا ،
تصوير ته ډېر وژړل
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

دا بيــا کــومـــــې
خــبرې سـپــينوې په
دېـــواله
کم عـــقلــې خلـک نه کوي
جــرګــې پـه دېـــواله

باران دې کړې خورې زلفې
لمــدې پــه دېــــواله
ځـــه خــير دی نـورې مه
کوه ګيـــلې پـــه
دېــواله

راياد شي ستاسې کډه په
زېړي مـازيــګر تــلــله

رايــاد شــــي غــلې
غــلې ژړېــــدې پــــه
دېــوالــه

زړه ګرم نه دی چې اوس
ورپسې ګــرځــي لېــونی

مـــدام بـــه يــې
زمـــا خــبرې کــړې
پـــــه دېـــوالـه

لږ پام کوه جينۍ ، ګوره
پنځ ډزی به دې وخوري
لــږ پــام کــړه ډېــرې
مــه کــړه اشــارې پـه
دېـواله

پوه نه شوم لېونی شوم د
ځوانۍ په جوش کې راغلم

خـــبره رانـــه
ورانــــه شـــوه د
شـــپــــې پـــــه
دېــــوالـه
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

په شوخو سترګو کې سلام ،
کوه چې مړ نه شمه
په ژوند مې دغه يو اکرام
، کوه چې مړ نه شمه

نه ، نه يوازې به مې نه
پرېږدې بلا دې واخلم
نه ، نه جانانه ګوره پام
، کوه چې مړ نه شمه

شرابي سترګو ته دې ووايه
، په شعر ژوندی يم
د شرابي غزل الهام ، کوه
چې مړ نه شمه

خير دی نن مه ځه ، په نشه
کې مې تېشه مه وهه
نن خو له ما سره ناکام ،
کوه چې مړ نه شمه

د ژوند طوفان دی ،
ګړنګونه دي ، پريوځم پيره
!
بس لاس نيوی مې په هر ګام
، کوه چې مړ نه شمه
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

بيا د ظالم چنګېز نظام دی
خوله ګنډلې ښه ده
زما په هر لوري سلام دی
خوله ګنډلې ښه ده

لښکر اخته په قتل عام دی
خوله ګنډلې ښه ده
او د بادشاه دغه پيغام دی
خوله ګنډلې ښه ده

چاته نعرې د زنده باد
ووهو څوک مخکې کړو ؟
هر يو د سر سړی غلام دی
خوله ګنډلې ښه ده

دا په خندا چې مرګ ته
درومي خلک غاړه غړۍ
دلته د ژوند عزت نيلام دی
خوله ګنډلې ښه ده

زما به ځای کړې بيابان ،
ورک به شم چوپ شه ګرانې

مينه په دې ښار کې الزام
دی خوله ګنډلې ښه ده

مونږه يو تل د خپلې برخې
په غوښتلو کافر
مونږه خو تل کړی ناکام دی
خوله ګنډلې ښه ده

د ده په نوم به تهمتي شې
د ده نوم وانخلې
ستا امرخېل غريب بدنام دی
خوله ګنډلې ښه ده
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

له خـــپل وجــــــود
نـــه د وتلـــو
طـــريقــــه نــــه راځي

تا پـــورې خـــــدايــه
د درتــــللو ،
طــــريقـــه نه راځي

ســـترګې مــې
واړومـــــه،
وشــرمــــېږم
وخـــــاندمه
يـــاره ! د دروغـــو د
ويـــلو طـــريقـــــه
نــــــه راځــي

زما پښــــــتو مــــا ته
په ســـترګو کې ازغــي
غړوي
ځـــــکه خـــو ستــــا د
هېـــــرولو
طــــريقــــه نه راځي

تا خو خورې زلفې درټولې
کړې ، سنبالې دې کړې
ما تـــــــه د زړه د
صــــبرولو طــــــريقه
نــــــه راځـــــي

يـــو څه بهـانه وکـــړه،
قربان دې شم انکار و نه
کړې
د قـــيامتــــونــــو د
زغـــــملو طـــــريـــقه
نــــه راځــي

پخوا به تــــه وې چــــې
لمــانــځه تـــه به دې
پاڅولم
اوس نو ســــحر د
پـــــاڅېــــدلو
طــــريقـــه نــه راځي

زړه ! زه او ته دواړه
همزولي يو ، په غم
کـــــې پيدا
زړه ! ما او تــــا
تــــه د خـــــندلـــــو
طـــريقه نه راځي

 

ط؛ط²ظ„ : ط¯ط§ ظې ط¯ عکظˆظ†ط¯بشپړ شعر ولولئ

ط؛ط²ظ„ : ط¯ط§ ظې ط¯ عکظˆظ†ط¯

جلال امرخېل

ط¯ط§ ظ…ې ط¯ عکظˆظ†ط¯ ط³طھط±ظ‡ ظپظ„ط³ظپظ‡
ط¯ظ‡ ط§ظˆط³
ظ…ظٹظ†ظ‡ ظ…ې ظ¾ظ‡ ط±ګ ط±ګ ع©ې ط®ظˆط±ظ‡
ط¯ظ‡ ط§ظˆط³

ظˆظٹ ط¯ې طŒ ط¨ې ظ„ظ‡ ط¯ې ظ†ظ‡ ط¨ظ‡
ظ†ظٹظ…ګړی ط´ظ…
ط¯ط±ط¯ ظ…ې ط¯ ظˆط¬ظˆط¯ ظٹظˆظ‡ ط­طµظ‡ ط¯ظ‡
ط§ظˆط³

ظ‡ط± ظ…ط¯ط§ط± ط¯ ظ…ط±ګ ظ¾ظ‡ ظ†ظ‚ط·ظ‡
ظˆطµظ„ ط¯ی
طھط§ظˆظ‡ ط±ط§ظ†ظ‡ ط¯ط§ط³ې ط¯ط§ظٹط±ظ‡ ط¯ظ‡
ط§ظˆط³

ط²ظ‡ ظٹې ط®ظ¾ظ„ طھطµظˆظٹط± ظ†ظ‡ ظ¾ظ†ط§ظ‡
ع©ړی ظٹظ…
ظ…ظ†ځ ع©ې ط§ط¦ېظ†ظ‡ ظ„ع©ظ‡ ظ¾ط±ط¯ظ‡ ط¯ظ‡
ط§ظˆط³

عکظˆظ†ط¯ ظ…ظ†ظ… ط´ظٹط±ظٹظ† ظˆ طŒ ع†ې
ظ…ط§ط´ظˆظ… ظˆظ…ظ‡
ط¯ط§ ظ…ظٹظˆظ‡ ظ„ظ‡ ط²ظ‡ط±ظˆ ظ†ظ‡ طھط±ط®ظ‡
ط¯ظ‡ ط§ظˆط³

ط­ط¯ ط¯ ط§ظ†ط³ط§ظ†ظٹطھ ظ…ې ط¯ی ظ¾ظ‡
ط²ړظ‡ طھظ…ط§ظ…
ظ‡ېط±ظ‡ ظٹې ط¯ ط®ظ¾ظ„ ظ‚ط§طھظ„ ظ†ط§ظ…ظ‡
ط¯ظ‡ ط§ظˆط³

ط²ظ‡ ط§ظˆط³ ظ„ع©ظ‡ څظ„ی ط¯ ظٹط§ط¯ظˆظ†ظˆ
ظٹظ…
ظ…ط§ ظ†ظ‡ ظˆړط§ظ†ط¯ې طھظ„ظ„ې ط²ظ…ط§ظ†ظ‡
ط¯ظ‡ ط§ظˆط³
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

پاتې شه شپه ده ، دې کې
سل رنګه خبرې راځي
ګوره خطره ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي

داسې به هر وختې په نه
خبره سر نه نيسې
دا يارانه ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي

شپه ده ، باران دی ، زه
او ته يو او سپرلی د
ځوانۍ
لاره اوږده ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي

غم ، خوشحالي ، درد او
خفګان وېش د ليکوال وګڼه

ژوند ډرامه ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي

ستا له ژړا نه ځار ،
خولګۍ به درنه بيا نه
غواړم
زما توبه ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي

چوپه چوپتيا ده ، غاړه را
؛ خو پام چې غږ ونه کړې

ډيوه هم مړه ده ، دې کې
سل رنګه خبرې راځي

جلاله ! ته دې له دې خپل
عمل نه ولې نه اوړې ؟
جلۍ وړه ده ، دې کې سل
رنګه خبرې راځي
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

د پرهر څړيکې په شور شي ،
پټ دردونه پرې درانده شي

هديرې شي غوڅې ، غوڅې چې
روحونه پرې درانده شي

محبت چې سړی مات کړي ،
اندامونه پرې درانده شي

خپل وجود ورباندې بار شي
، خپل لاسونه پرې درانده
شي

د قاتل تخت به ډوبيږي ،
که مقتل ډک شي له وينو

او رسۍ به د دار شليږي ،
که سرونه پرې درانده شي

چې د زړه په درد شي پورته
، ورته تاب وبايلي غرونه

منعکس يې کړي صحرا ته ،
اوازونه پرې درانده شي

نور سينګار ته حاجت نه
شته ، يو شين خال پر تندي
پرېږده
هر تصوير بدرنګه کيږي ،
چې رنګونه پرې درانده

ستا غمونه دې انبار وي ،
او جلال دې وي يوازې
هغه سترګې دې ړندې شي ،
چې ګلونه پرې درانده شي

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

جلال امرخېل

پروت په مورچل کې د جهاد
، په عنبرينو څڼو
خاونده ! ته يې لرې ښاد ،
په عنبرينو څڼو

خدايزده شهيده ! تورو
خاورو کې به څنګه پروت يې
؟
بېګا همزولو کړلې ياد ،
په عنبرينو څڼو

غونچې غونچې پر مخ
راغورځي ، څه چاره يې
وکړه
کړې به تباه جلال اباد ،
په عنبرينو څڼو

سر دې ټيټ نه کړ د دې دور
فرعوني غرور ته
پښتون فطرت دې کړلو زباد
، په عنبرينو څڼو

زما اروا وږمه وږمه لکه د
مشکو عطر
نری نری لګيږي باد ، په
عنبرينو څڼو

زما غزل نقاد ته داسې ،
لکه ښکلی مئېن
ولاړ وي مخ ته د جلاد ،
په عنبرينو څڼو