د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



له خـــپل وجــــــود نـــه د وتلـــو طـــريقــــه نــــه راځي
تا پـــورې خـــــدايــه د درتــــللو ، طــــريقـــه نه راځي

ســـترګې مــې واړومـــــه، وشــرمــــېږم وخـــــاندمه
يـــاره ! د دروغـــو د ويـــلو طـــريقـــــه نــــــه راځــي

زما پښــــــتو مــــا ته په ســـترګو کې ازغــي غړوي
ځـــــکه خـــو ستــــا د هېـــــرولو طــــريقــــه نه راځي

تا خو خورې زلفې درټولې کړې ، سنبالې دې کړې
ما تـــــــه د زړه د صــــبرولو طــــــريقه نــــــه راځـــــي

يـــو څه بهـانه وکـــړه، قربان دې شم انکار و نه کړې
د قـــيامتــــونــــو د زغـــــملو طـــــريـــقه نــــه راځــي

پخوا به تــــه وې چــــې لمــانــځه تـــه به دې پاڅولم
اوس نو ســــحر د پـــــاڅېــــدلو طــــريقـــه نــه راځي

زړه ! زه او ته دواړه همزولي يو ، په غم کـــــې پيدا
زړه ! ما او تــــا تــــه د خـــــندلـــــو طـــريقه نه راځي

 

د شاعر نور شعرونه ←