د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



لکه تياره مې د رڼا ، تصوير ته ډېر وژړل
نن مې د هغې بې وفا ، تصوير ته ډېر وژړل

ما په اول ځل د يو چا تصوير کې ځان وليده
ما په اول ځل د يو چا ، تصوير ته ډېر وژړل

دلته يو څوک چې زما د زړه تصوير يې واخيست
دلته يو څوک و چې يې ستا ، تصوير ته ډېر وژړل

کلونه پس مې ستا تصوير وليد ، راياده مې شوې
کلونه پس مې نن شپه بيا ، تصوير ته ډېر وژړل

تا مې د خوږ زړه په پرهار پورې خندا وکړه خو
ما دې د سترګو د مسکا ، تصوير ته ډېر وژړل
 

د شاعر نور شعرونه ←