د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



بيا د ظالم چنګېز نظام دی خوله ګنډلې ښه ده
زما په هر لوري سلام دی خوله ګنډلې ښه ده

لښکر اخته په قتل عام دی خوله ګنډلې ښه ده
او د بادشاه دغه پيغام دی خوله ګنډلې ښه ده

چاته نعرې د زنده باد ووهو څوک مخکې کړو ؟
هر يو د سر سړی غلام دی خوله ګنډلې ښه ده

دا په خندا چې مرګ ته درومي خلک غاړه غړۍ
دلته د ژوند عزت نيلام دی خوله ګنډلې ښه ده

زما به ځای کړې بيابان ، ورک به شم چوپ شه ګرانې
مينه په دې ښار کې الزام دی خوله ګنډلې ښه ده

مونږه يو تل د خپلې برخې په غوښتلو کافر
مونږه خو تل کړی ناکام دی خوله ګنډلې ښه ده

د ده په نوم به تهمتي شې د ده نوم وانخلې
ستا امرخېل غريب بدنام دی خوله ګنډلې ښه ده
 

د شاعر نور شعرونه ←