د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه

غزل



په شوخو سترګو کې سلام ، کوه چې مړ نه شمه
په ژوند مې دغه يو اکرام ، کوه چې مړ نه شمه

نه ، نه يوازې به مې نه پرېږدې بلا دې واخلم
نه ، نه جانانه ګوره پام ، کوه چې مړ نه شمه

شرابي سترګو ته دې ووايه ، په شعر ژوندی يم
د شرابي غزل الهام ، کوه چې مړ نه شمه

خير دی نن مه ځه ، په نشه کې مې تېشه مه وهه
نن خو له ما سره ناکام ، کوه چې مړ نه شمه

د ژوند طوفان دی ، ګړنګونه دي ، پريوځم پيره !
بس لاس نيوی مې په هر ګام ، کوه چې مړ نه شمه
 

د شاعر نور شعرونه ←