پښتو ادب · شاعران
ذبيح الله احساس
د ذبيح الله احساس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د احساس کورنی نوم بهرام دی خو له كوره بهر او په فرهنګي كړيو كې يې ټول په ذبيح الله پېژني.
له نن څخه اووه ويشت کاله وړاندې د بغلان ولايت په مشهوره سيمه کېله ګي کې د ډاکتر شېرمحمد كاكړ کره زوکړ.لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې د جلاله اوجلوزو کمپونو په ښوونځيو کې بشپړې کړې. د فرهنګي اشنايانوپه ملتيا يې په جلوزو كمپ كې د ميوند ادبي ټولنه جوړه کړه اوهمدا يې د فرهنګي فعاليتونو پيل و.
پنځه کاله وړاندې احساس خپل کلي ته راستون شو، تازه مهال دبلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځي څخه فارغ شو يانې اوس ((اينجينر ذبيح الله احساس)) دى .
په شمال کې داحساس پلونه نوې لارې جوړوي، مسلک اوهنر يې سره بېل دي خو دى پكې خوشاله دى. په مزارشريف ښار کې روضې ته څېرمه داحساس کوټه د جرګومرکو، ادبي بانډارونواوفرهنګي غونډو حجره ده. داحساس دخونې دړه دليکوالو، فرهنګيانو اوشاعرانو په مخ پرانستې وي.
داحساس هڅې خورې دي، په بغلان کې پسرلى درې مياشتنۍ خپروي چې اوسمهال د هېواد په كچه يوه بريالى سياسي او ټولينزه خپرونه بللى شو او ورسره يې د پلخمري مېشتو ځوانانو په ملتيا د چونغر ادبي بهير جوړ كړ. په مزارشريف کې د شمال د لومړى پښتو خپرونې ((پرخې)) چلوونكى دی، چې د ادبي او ټولنيزې ليكنې خپروي. دبلخ پوهنتون محصلينوپه ملتيا يې دوزيرمحمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير روان کړی، ددرېيوو کتابونو(يوه نجلۍ- لنډې كيسې، زما له غرونو پناه ياره- ژباړه ناول او دوه ښارونه- د الفت صيب او جبران خليل ژباړل شوي نثرونه) ليکوال دی او دم ګړۍ له مزارشريف څخه د پژواک آژانس سره د خبريال په توګه کارکوي.
په لنډه موده كې به يې دوه نور كتابونه ( هغه – شعري ټولګه او حمزه د حمزه په ژبه- د حمزه بابا سره د خاطر غزنوي د مركې ژباړه) خپاره شي.
احساس لنډې کيسې ليکي، ژباړې اوڅېړنې کوي اوچې له نوروچارووزګار وي نوشاعرهم دی او هغه هم د ترنم شاعر.
احساس ته همدې سترو فرهنګي كارونو د ترسره كولو په وياړ په كابل كې د افغان كلتوري ټولنو جرګې لخوا د ستر خوشحال خان خټك په نوم د همدې جرګې په لومړۍ كاليزه كې د ۱۳۸۷ كال د غوره فرهنګيالي، د سرو زرو مډال وركړل شو.
زه د احساس، احساس او پراخه هڅې ستايم.
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
زما او ستا توپير نو څه دىبشپړ شعر ولولئ
زما او ستا توپير نو څه دى
ذبيح الله احساس
اف بلا وختونه تېر شول
لكه سيورى راسره يې
ته پر ما نه، زه پر تا باندې مين يم
چې پېرزو د څښتن وشي او يو څو غيرانه راكړي
زه هغه پر تا مصرف كړم
په پيسو باندې دې واخلم
نو بيا ټول واك دې زما شي
خپلې شونډې پر تا كېږدم
شپه او ورځ كې دې څو وارې ښكلومه
چې دې څومره ښكلومه
ستا ژوندون هومره لنډېږي
زما بدن هومره دردېږي
ته زما لاس كې ايره شې
زه د وخت لاس كې ايره شم
زما او ستا توپير نو څه دى!
ته سګريټ زما لپاره
زه سګريټ د زمانې يم
۲۳- ۳- ۱۳۸۴ لمريز
بلخ پوهنتون
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ذبيح الله احساس
ســـــرتوره يوه پېغله يې ملــــــــــــــــګرو ته اوبه وړي
د ســــــــرولــــمبو په غېږه كې لښـــــكرو ته اوبه وړي
اف ! ســـــــــږ كـــال وچكـــالــــي ده بارانونه نه ورېږي
يو څو ماشــــــــــــومان لــپو كې ګورګورو ته اوبه وړي
بيا غرونه غرونه ورېځې وينم ســـــتا په لوري درومي
ســـــپين غره ســـــتا د غېږې ها نښــترو ته اوبه وړي
ګـــــــــــودره ! پام چې نجونې مرورې ســــتنې نه كړې
څـــــــــــو تږو لارويــوو مســـــــــــــــاپرو ته اوبـه وړي
احســــاســـــــه نه پوهېږم چې د كوم يو نظر مات كړم
ناپوهه ښــــــكلي هر وخت ســــــترګورو ته اوبه وړي
۱۳- ۷ – ۱۳۸۰ لمريز
پېښور
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ذبيح الله احساس
د خيال په شپه كې ساتمه سپوږمۍ غوندې غزل
روڼ غوندې ښـــايسته غوندې جلۍ غوندې غزل
يو څـــــــــــو شــــــــــــډل لــفظونه سره وپييم په مينه
د غره لمن كې جوړه كـــــــــــړم كېږدۍ غوندې غزل
چې تنده د ســــــــــــــــازونو او نغمو كړمه پرې ماته
پر شـــــــــونډو باندې واخلمه شپېلۍ غوندې غزل
ســاده تورو كې ونغاړم رنګين غوندې ښــــــايست
انځور كـــــــــــړمه ګلـــــپاڼو كې غوټۍ غوندې غزل
احساس د شــــــاعرۍ مې شي ملګرى پسې لاړ شم
د قاف له غـــــــره نه راوړم ښـــــــاپېرۍ غوندې غزل
۲۵- ۸- ۱۳۸۲ لمريز
بلخ پوهنتون
چې د كلي يو سړى په تا پېرزو كړمبشپړ شعر ولولئ
چې د كلي يو سړى په تا پېرزو كړم
ذبيح الله احساس
ته د ښـــــــــــــــــــــــــار په رڼاګانو كې رالويه
خو زما لا كلـــــــــــيوال غوندې ژوندون دى
ســــــــــــتا خبرې لـــــــــــكه زما د خيال غزلې
تا او نورو كې بس دغه لـــــــــوى بدلون دى
زه شرر يم زه ســــــــــــــــــــپرغۍ يم زه لمبه يم
تـــه اوبو غــــوندې رڼــه يـــې تـــه چـيــنه يـــې
ســـــــتا ليدو راته پتنګ غوندې خوى راكړ
ته زما د زړه تياره ګــــــــــــــــوټ كې ډيوه يې
په ګـــــــــومان ګـــــــــــومان تر دغه ځايه راغلم
ګوندې ستا د زړه په كلي كې كور جوړ كړم
پاتې ژوند به مې په مينه تېرومــــــــــــــــــــــــــه
دې خاموشه دنياګۍ كې به شـــــــور جوړكړم
د خوښۍ نوى خبر پر ما پېرزو كـــــــــــــــــــړه
ته مې ژوند ته د يو (( زيري )) غوندې راشه
زما زړه كې كــــــــــــړه د مينې كـــــــــــلا فتحه
راشـــه راشــــه د ســرتيري غوندې راشـــــــــه
د لفظونو جادوګـــــــــــــــــــــــــــــر يمه پوهېږې
ستا خبرې به ســــــــــــــــــــــــــندرې كړمه ياره
په غزل كې به جانان غوندې ځاى دركــــــړم
درنه هېرې به خبرې كــــــــــــــــــــــــــــــړمه ياره
ســـــــــــــــــــــــــتا د يو نظر كـــــتو په بدله كې
لاس را اوږد كړه چې زړګى په تا پېرزو كړم
اې د ښــــــــــــــــــــــــــــــار په رڼاګانو كې ابادې
چې د كلي يو سړى په تا پېرزو كـــــــــــــــــړم
۶ – ۱۲ – ۱۳۸۳ لمريز
كابل
پښتانهبشپړ شعر ولولئ
پښتانه
ذبيح الله احساس
وخت به راشي چې وختونه پښـــــــــتانه شي
واړه ژبې او لفظونه پښــــــــــــــــــــــــــتانه شي
دســــــــپوږمۍ په څېر وړيا رڼا پېرزو كـــړي
دغو شپو ته څراغونه پښـــــــــــــــــــــــتانه شي
خير دى خير دى چې ازغو سره يې ژوند دى
يوه ورځ به ګلابونه پښــــــــــــــــــــــــــــــتانه شي
مــــــــا لــــه ټولې نړۍ خپل كړي ما تنها كړي
چې زما د يار يادونه پښـــــــــــــــــــــــــتانه شي
زمــــا نظر يې شي مېلــــــمه دسترګو كور كې
د جـانان چې سترګكونه پښـــــــــــــــــتانه شي
۱۸- ۹- ۱۳۸۲ لمريز
شبرغان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ذبيح الله احساس
څــــــو خـــــوږې خـــــــوږې خــــبرې مې راوړي
ســـــــندربول يمه ســـــــــــــــــــندرې مې راوړي
اې د ښـــــــــار پېغلې د غرونو هلك راغلــــــــم
پلـــــو ونيســــــه ګــــــــورګـــــــــورې مې راوړي
دوې لېمې مې ستړې شوي لاس را اوږد كړه
پرې څــــو اوښــــــكې مرغلــــــــرې مې راوړي
ســــــــتا څېره كې به ځاى نيسي ته يې ګــــوره
چـې د بــرنـــد نظـر لـښـــــــــــكـــــرې مې راوړي
خوږ نظر او موسكې شـــــــونډې غېږ ته راشه
دا يـــو څــــو هيلـې لـــــــــه لــــــــــرې مې راوړي
۱۲ – ۱ – ۱۳۸۴ لمريز
بلخ پوهنتون
په چا يو جانان هم بار ويبشپړ شعر ولولئ
په چا يو جانان هم بار وي
ذبيح الله احساس
څوك يوازې تنهــــــــــا پرېږدي
چاته څومره ياران وركـــــــــړي
څوك بدرنګ باندې مين شي
چاته ښكلى جانان وركـــــــړي
څوك هوس پسـې ګــــام اخلي
څــــــوك د مـينې په نوم پـايي
له چا نورې رشــــــــــتې پاتې
تش د ويــــنې په نـوم پايــــــي
د چا يار د چا غــــــــــــــــلام وي
د چا يار لـــــــــكه اغـــــــيار وي
د چا يوسر ســـــــــل ســــوداوې
په چا يو جـــــــــانان هم بار وي
دلـــــــــــــــــــــته كركه حقيقت ده
دلـــــــــــــــــــته مينه مجاز شوې
دلــــــــته هر يو زړه بدرنګ دى
بس كــــــــينه ده اغاز شـــــــــوې
۱۳۸۱ لمريز
پېښور _ جلوزو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ذبيح الله احساس
هلــــــته چينه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــــم
په ايينه كـــــې يو تصـــــــوير دى زه يې نه پېژنــــــم
سپوږمۍ قربان دې شـــمه مستې وړانګې وغزوه
په توره شــــپه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــم
باده! پلو ته يې څنډ وركړه چې را وخو ګـــــــــــوري
دې لــــــــــوپټه كـې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــم
د زړه پتنګ مې ورنږدې شي خو ناګاره كړي ځـان
وايي ډيوه كـې يو تصـــــــــوير دى زه يې نه پېژنــــم
۲ – ۵ – ۱۳۸۰ لمريز
پېښور
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ذبيح الله احساس
لاره د ســـــتړو هــوســـــونو وهي ســـــتړى نفس
په ژوندي تن كې مې اوســـېږي لكه مړى نفس
زمـــــونږه كلي كــــې هر چا لكه چې مينه كــــړې
د اســــــــــوېلي په رنګه اخلي هر وګـــــــړى نفس
لكه د دار تر ســـيوري لاندې چې تل ســـا اخلم
چې تر مــــــرۍ مې رارســــــــــېږي لكه پړى نفس
سـتا د راتلو او تلو تر منځ يوه شـــېبه ديدن مو
لكه د ژوند او مرګ تر منځه وي نيمګړى نفس
دومره په زغرده راته مه وايه چې ســـا دې باسم
دا واك د هغه دى چې چــا مـــــــاته راكـړى نفس
۲۸ – ۵ – ۱۳۸۳ لمريز
بغلان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
ذبيح الله احساس
کور بې اوره لکه هېڅ
ژوند بې شوره لکه هېڅ
د محفل نزاکت ګوره
خو راګوره لکه هېڅ
زه بې ډېرو ژوند کوی شم
زه بې موره لکه هېڅ
د هر څه خپله ښکلا وي
عشق بې توره لکه هېڅ
ته مې ورځ يې ورکه شپه کړې
تکه توره لکه هېڅ
د ۱۳۹۶لمريز د وري د ۱۶مې، ماذيګری/بلخ