د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

12 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

د احساس کورنی نوم ‌ بهرام دی خو له كوره بهر او په فرهنګي كړيو كې يې ټول په ذبيح الله پېژني.
له نن څخه اووه ويشت کاله وړاندې د بغلان ولايت په مشهوره سيمه کېله ګي کې د ډاکتر شېرمحمد كاكړ کره زوکړ.لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې د جلاله اوجلوزو کمپونو په ښوونځيو کې بشپړې کړې. د فرهنګي  اشنايانوپه ملتيا يې په جلوزو كمپ كې د ميوند ادبي ټولنه جوړه کړه اوهمدا يې د فرهنګي فعاليتونو پيل و.
پنځه کاله وړاندې احساس خپل کلي ته راستون شو، تازه مهال دبلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځي څخه فارغ شو يانې اوس ((اينجينر ذبيح الله احساس)) دى .
په شمال کې داحساس پلونه نوې لارې جوړوي، مسلک اوهنر يې سره بېل دي خو دى پكې خوشاله دى. په مزارشريف ښار کې روضې ته څېرمه داحساس کوټه د جرګومرکو، ادبي بانډارونواوفرهنګي غونډو حجره ده. داحساس دخونې دړه دليکوالو، فرهنګيانو اوشاعرانو په مخ پرانستې وي.
داحساس هڅې خورې دي، په بغلان کې پسرلى درې مياشتنۍ خپروي چې اوسمهال د هېواد په كچه يوه بريالى سياسي او ټولينزه خپرونه بللى شو او ورسره يې د پلخمري مېشتو ځوانانو په ملتيا د چونغر ادبي بهير جوړ كړ. په مزارشريف کې د شمال د لومړى پښتو خپرونې ((پرخې)) چلوونكى دی، چې د ادبي او ټولنيزې ليكنې خپروي. دبلخ پوهنتون محصلينوپه ملتيا يې دوزيرمحمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير روان کړی، ددرېيوو کتابونو(يوه نجلۍ- لنډې كيسې، زما له غرونو پناه ياره- ژباړه ناول او دوه ښارونه- د الفت صيب او جبران خليل ژباړل شوي نثرونه) ليکوال دی  او دم ګړۍ له مزارشريف څخه د پژواک آژانس سره د خبريال په توګه کارکوي.
په لنډه موده كې به يې دوه نور كتابونه ( هغه – شعري ټولګه او حمزه د حمزه په ژبه- د حمزه بابا سره د خاطر غزنوي د مركې ژباړه) خپاره شي.
احساس لنډې کيسې ليکي، ژباړې اوڅېړنې کوي اوچې له نوروچارووزګار وي نوشاعرهم دی او هغه هم د ترنم شاعر.
احساس ته همدې سترو فرهنګي كارونو د ترسره كولو په وياړ په كابل كې د افغان كلتوري ټولنو جرګې لخوا د ستر خوشحال خان خټك په نوم د همدې جرګې په لومړۍ كاليزه كې د ۱۳۸۷ كال د غوره فرهنګيالي، د سرو زرو مډال وركړل شو.  


زه د احساس، احساس او پراخه هڅې ستايم.

ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

زما او ستا توپير نو څه دى

اف بلا وختونه تېر شول لكه سيورى راسره يې ته پر ما نه، زه پر تا باندې مين يم چې پېرزو د څښتن وشي او…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

غزل

ســـــرتوره يوه پېغله يې ملــــــــــــــــګرو ته اوبه وړي د ســــــــرولــــمبو په غېږه كې لښـــــكرو ته اوبه وړي اف ! ســـــــــږ كـــال وچكـــالــــي ده بارانونه نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

غزل

د خيال په شپه كې ساتمه سپوږمۍ غوندې غزل روڼ غوندې ښـــايسته غوندې جلۍ غوندې غزل يو څـــــــــــو شــــــــــــډل لــفظونه سره وپييم په مينه د…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

چې د كلي يو سړى په تا پېرزو كړم

ته د ښـــــــــــــــــــــــــار په رڼاګانو كې رالويه خو زما لا كلـــــــــــيوال غوندې ژوندون دى ســــــــــــتا خبرې لـــــــــــكه زما د خيال غزلې تا او نورو كې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

پښتانه

وخت به راشي چې وختونه پښـــــــــتانه شي واړه ژبې او لفظونه پښــــــــــــــــــــــــــتانه شي دســــــــپوږمۍ په څېر وړيا رڼا پېرزو كـــړي دغو شپو ته څراغونه پښـــــــــــــــــــــــتانه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

غزل

څــــــو خـــــوږې خـــــــوږې خــــبرې مې راوړي ســـــــندربول يمه ســـــــــــــــــــندرې مې راوړي اې د ښـــــــــار پېغلې د غرونو هلك راغلــــــــم پلـــــو ونيســــــه ګــــــــورګـــــــــورې مې راوړي دوې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

په چا يو جانان هم بار وي

څوك يوازې تنهــــــــــا پرېږدي چاته څومره ياران وركـــــــــړي څوك بدرنګ باندې مين شي چاته ښكلى جانان وركـــــــړي څوك هوس پسـې ګــــام اخلي څــــــوك د مـينې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

غزل

هلــــــته چينه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــــم په ايينه كـــــې يو تصـــــــوير دى زه يې نه پېژنــــــم سپوږمۍ قربان دې شـــمه مستې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

غزل

لاره د ســـــتړو هــوســـــونو وهي ســـــتړى نفس په ژوندي تن كې مې اوســـېږي لكه مړى نفس زمـــــونږه كلي كــــې هر چا لكه چې مينه كــــړې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

غزل

کور بې اوره لکه هېڅ ژوند بې شوره لکه هېڅ د محفل نزاکت ګوره خو راګوره لکه هېڅ زه بې ډېرو ژوند کوی شم زه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

غزل

 زه ورته اوس دغومره نږدې يمه وړ یې د نفرت يم د کينې يمه وايي څنګ په څنګ به له نظره شوو ته ځه، زه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي ذبيح الله احساس شعرونه

غزل

 مين خو نه يمه، خو ويې وايم چې زړه ته راشي لکه ماشوم هره خبره چې مې خوله ته راشي   بس هر ماښام مې…

بشپړ شعر ولولئ ←