پښتو ادب · شاعران
مصطفی سالک
د مصطفی سالک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ستوري دادب په اسمان کې ، نومي کتاب کې سالک دځان په اړه داسې وایي :
زمانوم مصطفی سالک دی ، ارو ښاد پلار مې سیداجان سالک نومېده ، کوم وګړي چې دملیت په وړاندې قام غوره ګڼي یوسفزی مې بللی شي . دزوکړې ځای مې دننګرهار ولایت دچپرهار ولسوالۍ دکنډیباغ قریې دقاضیانو کلی دی ، دپیدایښت ټاکلې نېټه مې لا راته نه ده معلومه . دتذکرې له مخې په ۱۳۵۸ ه ش کال کې یوکلن وم ، خونه وم ، ځکه چې ښوونڅي ته دتللو وړ وم ، تذکره مې ترهغې دداخلې په لاره کې خنډ وه ، چې دننګرهار په مستوفیت کې له یوکلنه اووه کلن شوم ، پروا نه کوي دسړیو فطرت دعمر ډېر څرګندول وي ، ګنې ولې به مو هغه مهال ځانته په قلم برېت جوړول . په دې اساس زه ۱۳۵۷ ه ش دخپلې زوکړې کال ګڼم . یو دتره زوی مې عتیق الله نومېږي ، زه له هغه نه څلور ورځې کشر یم ، داځل چې ننګرهار ته لاړشم پوښتنه به ترې وکړم ، که دزوکړې ټاکلې نېڼه یې معلومه وه ، زه به هم دسالګرې ورځ پیدا کړم ، ، بښنه غواړم خبره رانه اوږده شوه . په ۱۳۵۷ ه ش کال ښوونځي ته لاړم ، ایله دویم ته تللی وم ، چې په کلي ولس کې دکمونست حکومت په وړاندې جنډې پورته شوې ، همدغه دلښکرونو دزمانې پیل دښوونځیو پای شو پلار مې ټوپک راواخیست ، خو په کورکې یې زه له کتاب او قلم سره اشنا کولم څو کاله په وطن کې و ، درته به څه ووایم په اور کې ژوند و ، باور وکړه ، چې هغه زمانه اوس هم کله دیوه تندریز کړنک زما دذهن دمنځني ګنبد په حافظه کې محفوظه ده پر ۱۹۸۲ میلادي کال پېښورته راغلو ، دمنځمې زده کړې دخلا غچ مې مې واخیست او ښوونځی مې له شپږم ټولګي پیل کړ ، دلېسې پر مهال مې دعربي او انګلیسي ژبې کورسونه هم ولوستل ، په ۱۳۶۸ کال له لېسې فارغ او د دعوت و جهاد پوهنتون دادبیاتو پوهنځي محصل شوم . پر ۱۳۷۲ له پوهنتونه فارغ او هم هغلته اسستانت استاد شوم . په ۱۹۹۵ کال کې مې د پېښور پوهنتون د پښتو ادب دماسترۍ سند تر ګوتو کړ او د ۱۹۹۷ م کال دفبرورۍ میاشت وه ، چې په پېښورکې مې د بي بي سي دتعلیمي ادارې له پښتو برخې سره کارپیل کړ .
دسالک ګڼ شمېر اثار هم خپاره شوي ، چې دبېلګې په توګه یې یوڅو دلته یادوو :
دطاووس بڼکه -- شعري ټولګه
سندریزې چینې - شعري ټولګه
منشور - کره کتنه
وخیمه ما از سایه همابود - فارسي شعري ټولګه
شعرونه
30 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مصطفی سالک
د چا سترګـــې مې په زړه کې لاره ګوري
سندریـــــــــزې چینې غره کې لاره ګوري
ستا ښایست مې له وجود نه بهر نه ځي
دا کـــــه موج دی ، په راده کې لاره ګوري
ټيټې ستــــــــرګې په ورو ورو قدم اخلي
لکه ناوې چـــــــــــې واده کې لاره ګوري
ستا پر ذهن خـــــــــورېدو ته می پرستې
تخیل مې په ویښـــــــــته کې لاره ګوري
تر شنو ونو لاندې شــنه چینه کې لامبي
ګوره وړانګو ته ځنـــــــګله کې لاره ګوري
لاروی د لویې لارې ورتــــــــه تــــــــم شو
تورې سترګې یې په وره کې لاره ګــوري
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مصطفی سالک
ستــــــــا قـــــدمونه ټوله لار شرنگوي
زما په زړه کـــــــــې هريو تار شرنگوي
په دسمــــالــــونـــــو دې بنــگړي وتړه
دا خـــو فتنه شوه داخو ښارشرنگوي
ليلا مې خوب په تــــرنــــم کــې کوي
زما د خيال گوتې يې هــــار شرنگوي
د سترگو جنگ د پيمانو غــــوندې دى
راته په رگ،رگ کې خمـــــارشرنگوي
د شپې ښکالو مې تر غوږونو راځي
که څوک پاولي د انتظارشـــــرنگوي
دغــــه شاعــــر خپلې سندرې سره
يــوه جيــــنۍ لکه ستـــــار شرنگوي
نيزېبشپړ شعر ولولئ
نيزې
مصطفی سالک
زمـــــــا د روح د اسمـــــانـــــونــــــــــو ښــــکلا
قسم پــــــه خــــدای دی په تيارو کـــــــې يمه
خدايزده د کــوم ښکلي مې زړه مــــــات کړی
دا څو کـــلونه پـــــــــه ښيــــــرو کـــــــې يمه
ګنې نـــــــــو تــــــــــه د ښکــــلاګـانو کـــتاب
زما د زړه په تاخ کې پــــاس ايښـــــــــی يې
له تصـــــــــوره دې ګـــــــردونــــــــــــه شړم
په وريښمين پوخ کې د احساس ايښی يې
دشاعــــــــــرۍ ورځــــــــې خـــو پاتي دي لا
مرمـــــــوز کتـــــــابــــــــه مفـــــسر دې يــمه
چې شرنګ د تورو شي د شــــــاتــــو مجــۍ
داسې به کړه چې شـــــــاعــــــــــر دي يـمه
څــــــــرک د ليمــــــــــو رابــــــــانــدې ولګوه
ستا په بنګړيــــــو بــــلا شـــــــــور لــــــــرمه
بيا به يې دغـــــــه دنــــــــيا تــــــــآب نه لري
په تخـــــــيل کـــــــې دومــــــره زور لـــــرمه
د تــــــــــــاج محـــــــــــل کيـــسه بلا وړه ده
زه د فــــــــولادو نـــــــه مـــــرمــــــر جـوړوم
دغــــــه دنــــــــيا بــــــه ړنـــګه بنـــګه کړمه
نــــــوې يـــــــې زه پــــــــه خپل هنر جوړوم
زړه د سنـــــــدرو افـــــسانـــــــــه ده زمــــه
ورته دعا ور کــــــــــوم پيــــــــر يــــــې زه يم
ټـــــــول ربــــــابــــونه مــــريـــــــدان دي زما
خوښي يې زه يم ، ګـــــــــرانه پير يې زه يم
د مـــــــخ او زلـــــفــــــــو تصــــور خو نه دی
د خير او شر فکرونـــــه هـــــم کـــــــومـــــه
د ننګرهار کيســــــه يــــــواځــــــې نــــه ده
زه د خيبر فــــــکرونــــــــه هـــــــــم کــــومه
زه د وجــــــــدان د ايـــنــــې بـــنـــديـــــانــو
چې څنګه اور کې ګــــــلان وکـــــــرمـــــــه
له دښتو ټولې کاندو تـــــــورې کيـــــــــږدۍ
زه هم په کـــــــور کــــــــې ګـــــــلان وکرمه
د مـــــــرګـــــي فکــــــر هــــم کوم ملګرې
خو داسي نه چې د بلا غــــــونــــــدې دی
ليونی ذهـــــــن دليـــــلونـــــــه غــــــواړي
مرګی د لـــــوبـــــې معما غــــــونــدې دی
د حـــــسن و ميـــــــنې د تــــقـدير خبرې
ټولې په ګـــــډه يـــــــو ځــــــــواب غواړي
د زرو لارو منــــــــځ کــــــې تــــــــم وګړي
د يـــــوې لارې انتـــــــــــخاب غــــــــواړي
زمــــــــــا ملــــــګرې زمونـــږ ډير ملګري
نشې د ، بير ، او اروپــــــــا ګيـــــــر کړي
که بيرته راشي ژوند به څه تــــــه وايې
خلک مې خم د امريـــــکا ګــــــــير کړي
د ژونــــــدانـــــــه د جنګ کيسه نه کوم
نه د يارانـــــــو تيـــــر بــــــــاري يـــادوم
نه به د ښکليو تــــــــذکــــــــــره کــومه
نه به يې زه درته يـــــــــــاري يــــــادوم
پــــرتـه له دې هم ډير غمونه شته دي
بيلې شيــبې دي ، نمايش يې ډير دی
زما د زړه ښــــــــيښې ته ځان جوړوي
لکه چې شوق د ارآيــــش يې ډير دی
همـــــدا غمــــــونه زما شونډې نيسي
خوږې خبرې مــې پر خولــه پاتي شي
ستا د خبــــــــرو د ســــــــــرور ملګری
ښخې نيزې راته پر زړه پـــــــاتي شي
سجدیبشپړ شعر ولولئ
سجدی
مصطفی سالک
تندی د ساقی تریو تشی کاسی شوی ځئ چې ځو))
نا سویو پتنګانو ډيوی مړی سوی ځئ چی ځو ))
استاد حمزه شینواری
زاهد چې میکده کې ساقي شوی کاسې ویشي
رندانو باندې تنګې میکدې شوې ځــئ چې ځو
زموږ په تصور کې چې تصویر یې هـــــم لانه وو
یارانو هغه ورځې هغه شپې شــــوې ځــئ چې ځو
چې نور یې په سر اړوي نشــــې دي او لــــذت دی
پیالې زموږ دلاس ډیرې تر خې شوې ځئ چې ځو
نظر دمستو سترګو دساقي چې په څنګ شـــوې
بې خونده بې تاثیره هم نشې شوې ځــــئ چــې ځو
زموږ دتن په وینو چې ډیوې وې بــــلـــی شــــوې
نیم ژوانده پتنګانو هغه مړې شوې ځــئ چـــې ځو
په زور دمحتسب خو ټول دیو مخې شیخان شول
بې شماره بې ایمانه یې سجدې شو ځئ چـــې ځــو
لانور به څومره کاڼي زموږ پـــــه ســـر راووریـــږي
دا لارې خو زموږ په وینو ســـرې شوې ځئ چې ځو
په لاره دمنزل کې که د پیښو تــــو پــــــان جوړ دی
ځلا نده راته خپلې عقیدې شوې ځــــئ چـــې ځــــو
راځې چې ټینګ لاسونه ســره ورکـــــو اوروان شو
که ښخې مو په زړو نو هم چـــړې شوې ځئ چې ځو
رندان به دخپل زړه وینې دمیــــــو په شان وڅښي
همدا یې تکلونه ، ارادې شوې ځــــئ چــــــې ځــــو
کابل
۲۷ / ۹ / ۱۳۶۳
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مصطفی سالک
د روح پــــه بـاغ مــــې راوريــــــږي جانان
په هـــــر يو ستوري کې موسـيږي جانان
حسن يــــې بوج شــــــو په نازکه ځوانۍ
د هـــــر يـــــو ناز ســــره کــــږيــــږي جانان
چــــيرته په رنـــــګ کې راته وموسيږي
چــــــيرتــــه لـــــه تاره راوريـــــــږي جانان
لـــــکه د مـــــيو مــــــې دزړه په خـــــم کې
ورځ چې تيريږي ښايسته کـيـږي جانان
که شرق او غرب ته درومي بيرته راځي
د خيال په ټال کــــې مې زنګيږي جانان
ټـــــول کاينات راتــــــه څــــپه شي د نور
چــــــې مې په سترګو کــې بليږي جانان
هلــــــته نـــــــــوروز دی په صحرا ګلونه
زمــــــا په زړه کــــې راټوکــــيږي جانان
اميلبشپړ شعر ولولئ
اميل
مصطفی سالک
دپکتيا د غرونو تر تاثر ﻻندې ليکل شوی
هلته ځوانۍ ته رسيدلی جلال
بس دفطرت د ليونتوب سيمه ده
په اډي ډکې وې دغره لمنې
څه دوږمو دپيغلتوب سيمه وه
د غره له سره چې ما لاندې کتل
يو شين پټی و هلته کوږ پروت و
لکه چې ته يخنۍ کی خوب وړې يې
په شنه جوړه کې داسې خوږ پروت و
چې مې نِظر شو ورته وږی شاهين
پرې دکوترو داسې خيل خپور شو
منظم لړ د مرغلرو غوندې
ستا په سينه باندې اميل خپور شو
درقابت لمبې ستي کړ اسمان
ددنګو غرونو په سر وريزې راغلې
لکه نايڼې دې سينګار لپاره
په منډه، منډه ګوهر ريزې راغلې
همه تن سترګه د بادام غوندې شوم
واوره ګلونه نرګسي وريدل
چې په نازک بدن دې بوج رانه شي
لکه وريښم په تا غمي وريدل
لمنځې په غرونو ګډيدلې درته
راتلې له غيبو د ستار سندرې
فطرت شهباز د هوا ونيو په ﻻس
خورې ورې شوې دابشار سندرې
د تورو لړو شپې چې کډه وکړه
د هسک په باغ کې شين بهار ښکاره شو
خورې ورې راغلې زرينې مرغۍ
يو نوراني د نور چنار ښکاره شو
هغه رڼې هغه وړانګينې مرغۍ
د ځنګلونو په شين غر پريوتې
چيرته يې ځاله د څيړۍ پاڼه وه
چيرته په څانګو د نښتر پريوتې
د بوډۍ ټال د غرونو جينکو
په ګﻻلي ښکلي ګودر زنګيده
ته وې زما د تخيل غيږه کې
په وړانګين مزي مازيګر زنګيده
لمر په دې فکر کې له غره پريوته
درنو تيارو د بوډۍ ټال وشکاوه
روڼ تصوير دې غيږ کې ونيولم
شپې تسلسل زما دخيال وشکاوه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مصطفی سالک
شمعې زه درځمه په لمبو مې هر کلی کوه
هو پښتونولي ده په ليمو مې هر کلی کوه
مينه مې د سر او تال راوړي له ازله ده
خوردې سريندې يې په نغمو مې هر کلی کوه
چا درنه د سرو ګلو ګيډۍ نيکبختې غو ښتې دي
راشه مړې راشه په اغزو مې هر کلی کوه
پريده ساقي خير که مې شيخان په کاڼووولي
تاته چې راځمه نو په پيالو مې هر کلی کوه
هار د سپينو ليچو دې زما په غاړه واچوه
شرنګ پسې يې مړ يم په بنګړو مې هرکلی کوه
زيړه زرغونه مې د زړګي منشور نه تاوه ده
دغسې لمر مخې په شغلو مې هر کلی کوه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مصطفی سالک
ﻻخو تر اوسه د منصور په نصيب دار پاتې دی
ﻻس کې تسبې دي اوپه غاړه کې زنارپاتې دی
توبې به مري او ميکده به بس د امن کور وي
چې دتقوا په وينو ﻻمبي ﻻ بهار پاتې دی
په خوله که نه وايمه څيرې ګريوان چغې وهي
چې د جانان او د رقيب تر منځه تار پاتې دی
ما يې بيګاه زلفې له مخه اړولي خدايږو
د حيا نور يې ﻻ تر اوسه په رخسار پاتې دی
ستوري مجنون د پلوشو په ژبه داسې ويل
ښکلی هغه دی چې د مينې پر مدار پاتې دی
يو لمن کاڼي لري اوس هغه جلوې نه لري
هغه د طور غوندې جانان لکه کوهسار پاتې دی
نه مې د سترګو اوښکې پاتې نه ګلونه نيسي
ګرانې نظر مې لکه تش مزی د هار پاتې دی
ازلي مينهبشپړ شعر ولولئ
ازلي مينه
مصطفی سالک
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مصطفی سالک