د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شرر ساپي

د شرر ساپي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

دشرر ساپي زوکړه  :شرر ساپې چې خپل نوم يې محمد طاهر او دشير احمد خان زوې دې په 1360 لمريز کال د سلواغې په مياشت کې دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالې کې په يوه متدينه او غريبه کورنې کې زيږيدلې دې .

دروسي سره استعمار د يرغل پر محال يې کورنې گاونډِِي هيواد  پاکستان ته مهاجره شوه . نوموړې شپږ کلن و چې د پلار د رحمت له سيوري نه بې برخې شو . زده کړه  : شرر ساپی په کال ۲۰۰۰ م کې له دولسم ټولکي نه فارغ شو او په همدغه کال یې کلیة لغة العربیة کې داخله واخسته او دعربي ژبې ادبیات یې ولوستل . په کال ۲۰۰۱ م کې یې افغان پوهنتون په عمومي ازموینه کې ګډون وکړ او دطب پوهنځي ته بریالی شو خو داقتصادي ستونزو له کبله يې پریښود . دوه کاله یې د  کنړ ولایت په باختر اطلاعاتي آژانس د عمومي مسؤل په توګه دنده سرته رسولې .
دوه کاله یې د هندوکش خبری رسانۍ سره کار کړی دی  دشرر ساپي د ژوند څومهمې پيښې : شرر ساپي دژوند ډېرې سړې تودې لیدلې دي هغه یو مهال دسیند په مینځ کې یوه شپه او دوه  ورځې ایسار شوی ؤ، هغه راته دخپل ژوند کیسه داسې کوي :ما ښام مهال چې په اسمان کې وریځې کرځیدلې ، مونږه خوشاله ووچې که خیر وي داځل به سیند له ځان سره ښه ډیر نیازوړي راوړي ، که خدای کول داژمی به دغرو دلرګو د راوړلو نه خلاص شو هو همدغسی وشوه سترګې مې نه وې پټې شوې چې د مورخواږه غږ له خوبه راویښ کړم. یو زړه ټکوری یو لاټین اودوه وړی جال ټوکرۍ موله ځان سره واخستی او دسیند په لوري روان شوو.مشر ورور به مې هغه وخت ایله لس کلن ؤ او زه به داوو کلونو په عمرکې وم .راوتلي سیلاب له ځان سره ښه ډیر نیازوړي راوړی و. داموقبوله شوی وه ښه په خوشحالۍ مو لرګي سره  راټول کړل خوچې داسې یو ساعت تیر شو،نودروند اواز موترغوږه شو ومې ویل وروره لکه چې بل سیلاب را باندې را ووت ، مالاخبره نه وه پوره کړې، چې اوبه مو تر پښو راورسیدې ، ناڅاپه مو یوې خواته منډه  واخیسته ، لاټین او ټوکرۍ دسیند خوراک شوې اوس دځان غم راسره شه ، یو وړوکي ټاپو ته مو ځان ورساوه ، باران په اوریدو شروع وکړه ، دشپې سیلاب او باران ویره وه ، بس یوازی مرګ ته مو انتظار وایست ، ترسهاره راباندې اسمان خپله خوښه یخه کړه . دسیلاب اوبو مو له پښو نه دم ویستلی او بې له دعا نه راته هیڅ نه ؤ پاتې ، سهار چې  رڼاولګیده او دلمر دپستو وړانګو په طمع مو دختیځ لور ته سترګې نیولې وې ، لمر رانه هم خپه ښکاره کیده، خپل مخ یې دوریځه په تور ټیکري کې نغښتی ؤ ، سړې سیلۍ به ترې کله ټیکرۍ وتښتاوه او کله به یې بیا هم پر مخ ورته خور کړ ، فکر مو کاوه چې زه لمر لاتنکی ځوان دی .
تر ماسپښینه به یې دوریځو کار ورټول کړی وي ، خوداسې هم ونه شو.ماسپښین هم تیر شو اوباران بیا په اوریدو شو د سړک په غاړه په لس ګونو موټرې زمونږ تماشې ته ودریدې دبامونو په سرونو ښځواو ماشومانوزمونږ ننداره کوله خو هیڅ څوک داسې پیدا نه شو چې مونږ  یې ددغه خونړي سیند له څپو نه راویستلي وای کور موهم ډیر لیرې نه  و ، په دې پوهیدم چې مور به مې کوري او په زړه به یې څه تیریږي .څه مو کړي وای دایوه ټپه به مې په خوله ډیره راتله چی : یوه غریبي بله بې کسي ده – غریبي ښه ده بې کسي مې ژړوینه .مازیګر یو ځل بیا باران شروع شو او یودوه ساعته ښه په درځ کې و اوریده، اوس نو بله شپه راغله او مونږه ډوډۍ هم نه وه خوړلې یخني
نوره هم زیاته شوه ورورمې راته وویل چې زه لاسونه به سره ورکړه او پورې به وځو ما انکاروکړ ماښام ته نږدې یوتن په ټوپ زمونږ پلو ته راروان و. ورور مې وویل چې دا زما ملګری سلطان کیدای شي چې په مونږ  پسی راغلی وي هغه چې ښه رانږدې شو ورورمې لاس ورکړ هغه وویل د خبرو وخت نشته اوبه ډیرې یخې دي تاسو که څوک پورې وځی ما ورته وویل چې ورور مې هغه ماته مخ راواړوه چې زه ته پورې وزه ، خو ماانکار وکړ دوی مې تر ډیره ځایه لیدل خو وروسته مې دسیند څپو له سترګو پناه کړل، زه یوازې پاتې شوم ، دوه ساته وروسته د ماښام خړه لګیدلې وه ، چې هغه هلک یو ځل بیا راغی داځل نو زما وار شو زه هم ورسره د خدای په توکل ملګری شوم، خوکله چې دسیند غاړې ته ووتلم ، نونورو لامبو زنو راودانګل او له سیند څخه یې وویستم په هلک هرچا شاباس وویل او په ما کې دومره شيمه چې ودرېږم. یو پاکستاني چې کور یې نږدې و په غیږ کې واخستم او کورته یې یوړم جامې راته بدلې کړې او په کمبل کې یې ونغښتم، ماما مې راورسیده په دواړه  مخه یې ښکل کړم او کورته یې ورسولم. تر یوکاله مې په روانو اوبو کې نه لامبل . نوموړي همدارنګه دژوند په شپاړس کلنۍ کې مار و چیچه ، خدای له مرګه وژغوره ، خولنډه داچې شرر ساپي په ژوند کې ډیرې لوړې ژورې لیدلې دي .

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

25 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شرر ساپي

کله به ماښام درباندې واړوم
مینه به لیلام درباندې واړوم

مه مې کینه خوا ته هسې نه چې زه
لاس مې لکه دام درباندې واړوم

تاو به دې د حسن لکه واوره شي
ډک به د عشق جام درباندې واړوم

شونډو کې به خوند درباندې وکرم
زړه ته به ارام درباندې واړوم

څه چې وای ته شرره هغه به
هسې په انعام درباندې واړوم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شرر ساپي

يو ځل له خوبه مخکې او يو ځل له خوبه وروسته
عجیبه غځونې کوي ګل له خوبه وروسته!

جوټي وهي زنګیږي لکه ډکه میکده
او خوري مې د دې مړو سترګو کتل له خوبه وروسته

جذبې د پېغلتوب یې کړ راخور په ګلبدن
راټول یې د مخ تاو کړلو اوربل له خوبه وروسته

خوږلن ته د هوس مې ټوله شپه کړله شوګیر
څراغ د سرکو شونډو یې شو بل له خوبه وروسته

دا مه وایه چې ویره د افشا ده مه راځه
ای رادې شي ستا غیږه کې اجل له خوبه ورورسته

په شنه سهار مې بیا خوږلنې شونډې شوې په یاد
دا خلک وایی ډېر ښه وي عسل له خوبه وروسته

په څنګ کې یې شرره سوځېدم لکه څراغ
په غیږه کې مو ونیول یو بل له خوبه وروسته
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شرر ساپي

هغوی درنښت راکاوه، ماسره پیسې نه وې 
دا انديښنه وه دلته نورې انديښنې نه وې

قاضي زما غوندې مجبور و خو لږ ډېر مجبور
د مجرم لاس کې و ګلونه، زولنې نه وې

زه د یوې داسې زمانې په انحصار کې وم
لاس مې خالي و او د ګل په تن جامې نه وې

ښه دې لیدم، نه دې لیدمه، نه دې غږ کاوه
ته وايي نه ومه او زه وایم چې وې نه وې

زه لکه بت ولاړ وم ته له حیا سره خوټېدې
ماسره زړه نه و، او تاسره جذبې نه وې

شرره اړ وم چې خپل زړه مې بلوو په کې 
د ړندو کلی و، رڼا نه وه، ډيوې نه وې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شرر ساپي

ته خو راتـــــه ګلې! په کــاواکه نظـــر وګــــــوره
بيا مــــــې په ليــــــمو کــــې د ګلونو اثر وګوره

وګرځه د خپل ښايسـت له پاک حرم نه وګرځـه
وژنې خو مې هســې هم، يو نوی سنګر وګـوره

زړه مې لکه ستـــا اميل دانه، دانه راپرېــــــوته
اوس په کې د خپلې ښکلا پاتې خــبر وګـــوره

خوب وینم چې مړ يې او سلګۍ وهم راويښه شم
لوند په خپلو اوښـکو مې په غـاړه ګوهر وګوره

لږه دې د خپلې بې رخـۍ له بامه کـــوزه شه
لږ خو د خپل زړه په اينـه کې شـــــرر وګوره
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شرر ساپي

زړه رانه نه اخلې؟کوم کار د ثواب نه راکوې؟
شرره! غلی شه بس نور به عذاب نه راکوې!!

ما مې په زړه لاسونه ايښي چې درزا ونه کړي
ته په اوربل ګوتې وهې او ځواب نه راکوې

تا وی چې زړه مې په لمبو د مينې وسوځاوه
ما وی قربان شمه دا سوی کباب نه راکوې؟

باڼه دې نیغ شو او غومبورو دې لمبې وکړې
د دې ازغو منځ کې دا ښکلی ګلاب نه راکوې؟

شرره یاره یو په دوو کې دې حیرانه کړمه
ای لیونیه! کوم یو بل انتخاب نه راکوې؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شرر ساپي

شونډو دې ست ونه کړ ســترګو دې حیا ونه کړه
ځکـه ســـــینه کې مې زړه هغســې درزا ونه کړه

تا رانه زړه وغوښـــته ما ورپکــــــــې نا ونه کړه
په دې مالت کې بل چا دغســــــې سودا ونه کړه

خدایزده چـې دا به کوم مـــقام د تـــغافل و اشنا
چې ته موسـکۍ شوې او زخمونو مې رڼا ونه کړه

دا ته چې نه راځـې باور دې په مـــا نه دی کړی
د دې خــــبرې خو ما بــــل رنګـــه مـانا ونه کړه

راغلـې خو داســـــــې رپېدې لکه شمال او ډيوه
ځـکه نو ما درنه د میـــــنې تـــــقاضا ونــــه کړه

هغــې خـــــــــبره پسې اوس هــم لیونۍ یمه زه
هغـــه خـــبره دې شــــــــــرره راته بیـــا ونه کړه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شرر ساپي

تا څه غوښتل نو درده چې ترې ته پاتې کېدې
هغه چې پاتې نه شوه، ته به نه پاتې کېدې

مشغول به ومه ستا د اننګو په ډيوګۍ
بیا هم به سل خبرې مې په زړه پاتې کېدې

حاجت څه و په سپينه ورځ دخامې خولې قلنګ!
اوس خود به نو د هر سړي په خوله پاتې کېدې

دا نه وه چې شرر به نو په تا مینېده
دا وه چې بس یو چاته څه ناڅه پاتې کېدې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شرر ساپي

بس دی چې ستــرګو کې اوبه درپسې وګرځوم
داســـې نو مه کوه چې زړه درپســـــې وګرځوم

ته چې مخ کومې خوا ته واړوي رڼــــــــــا وکړي
زه نو هم هغــې خوا لېمه درپســــــې وګرځوم

د ګــېډۍ زلفو بار دې درون دی نازولې نـــجلۍ
خوښه دې نه ده چې دا زه درپســـــې وګرځوم

ډېره موده وشوه چې نه ښکارې او نه دې وینم
چېرته په شونډو کې خواږه درپســـې وګرځوم

شرره یــــــاره ته به یې کــه ته به نه یې یـــــاره
که زه لــــــشې لــــــشې باڼــــه درپسې وګرځوم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شرر ساپي

څومره چې وې هغــــومره ډېره نه شـــوې
هغــسې بیا رانه چاپيــــــــــره نه شــــوې

د ګلـــــبــدونو د وصــــــــال خیــــــــاله
ښــه شــــــوه ته ورته برســـېره نه شوې

زمـــــــــا د زړه درزا دې نه اورېــــــده؟
بیا هـــم له یوې مچـــکې تېـــره نه شوې!

تاوی چې هېـر مې کړې نو هېــره مې کړه
هېره مې کړې خو رانه هېــــــره نه شوې

شرره میــــــــــــــنه دې بربنـــــډه کړله
شرره هيــــــــــــڅ د چا په وېره نه شوې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شرر ساپي

مړ دې شم زه که درنيږدې شــــم، درنيږدې نه شم
لږه ارامه شه چ_ې غــــــــېږ کې دې خولې نه شم

باور مې نه شي چې دې سپيــــنې خولې ته ورسیږم
څو چې غزل نه شم، ټپه نه شــــــــــم نغمــې نه شم

زړه کې مې ستا د اننګــــــــــو تصـور مړ مه شه 
په دې تیاره کې دې خـدای نه کړي بې ډيوې نه شم

هر څه دې وشي خــو دا یوه خو دې بیخي نه کیږي
هر چاته شم دې خو چې دې ته بـــې وعدې نه شم

شرره هر وختـــې د یــــــــار مــخې ته ودريـــــږم 
شـــــــــرره یوه شـــــــــــېبه دې هم بې آینـې نه شم