پښتو ادب · شاعران
حيران شينواری
د حيران شينواری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
څوک چې د قام د بربادۍ هيلې په زړه کې لري
هـغـه له ورايــه ښــکارېـدای مــثال خبره کووم
کــــه سـتا په ښار کې د ميئنو لږ څــه قدر کېده
ډيـــر بـه اوس هلته اوسېــدای مثال خبره کووم
د ژمي شپـه تـوده کـوټـــه تـا سـره پټـې کيسې
بادامـي نـقل او شيـن چـــــای مثال خبره کووم
شعرونه
18 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حيران شينواری
د ځوانۍ عمر دی روان دی ، نه سوې پوه؟
د هرچــا پــــسې ارمان دی ، نه سوې پوه ؟
ښکــــــلې رويه کـــــــــوه چې وس دې کيږي
نور د خــطا سره انسان دی ، نه سوې پــوه ؟
د زنــــــــدګۍ پوره مــــفــــــهوم څه دی خو
اخـــــر مرګۍ دی راروان دی ،نه سوې پوه ؟
دغــه يـــــو څو ماښامه ژوند دی ښه يې وکه
هسې هم وتی له امکان دی ، نه سوې پوه ؟
داســـــــــې هــــــم نه ده چې يواځې ته وې
ما دې هـــــم کړی ارمان دی ، نه سوې پوه؟
ټـول زيـارتــــونه دې تا ووهي که نه به راځې
بيـــګا ته بيا ښکلی باران دی ، نه سوې پوه ؟
ورونــــــــه دې ډيـــر دي خو دا کشر نه دی ؟
سـم د زړه نــه راته ګران دی ، نه سوې پوه ؟
انجــــــــونې به ډيرې شــي خو ستا بدرنګې
څـــه بــل شانته دوران دی ، نه سوې پوه ؟
څـه خـــدای وهلــی دی د خولې نه شوخ دی
توبه حيران نو څومره وران دی، نه سوې پوه؟
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حيران شينواری
زړه به مې نه ماتـــــــېـدۂ ؟ ستا په ما باور ماتېدۂ
ستـــــا به باڼه ټيـټــــېـدۂ زما به د زړه سر ماتېدۂ
تانه معنا ورکــــــــــېده مانه به تـــشـتبـيه ورکېده
تـانه الــفـاظ ماتـــــــــــــــېـدۂ مانه به هنر ماتيدۂ
خوب مې ليـــــــدۂ يو تور طوفان په ښاريه تېرېدۂ
د چـا کــــــــــړکۍ ماتـــــېده چا د کوټې ور ماتېدۂ
ته به زما په شرم زه به داستا په شرم په يو بل وغوړېدو
ســتا لوپــټه ماتــــېـــــــــده زمـا په ســــر څادر ماتېدۂ
ښــــــــار کــې ځوانۍ ماتېدې ښار کې وبا ګډه وه
دلـــــته چــــــنار ماتــــېدۂ دلــته نـښــــتر ماتـېدۂ
ملا عشـــــقونه کول ،ملا د حورو تماشه کې ډوب وو
ملا ته څــــه ؟ که به جــومات کــــــه به ممبر ماتېدۂ
يـــؤ ستا حيران! به ستا د حـــسن په مــدار څرښېدۂ
دا ستـــا په ډېـــــره بـــيوسۍ به يې نظر ما تـــــيدۂ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حيران شينواری
زه خپل ضمير ته، خپل وجدان ته ملامته شوومه
چې تاته شــوومه نو، خپل ځان ته ملامته شوومه
مــرګ ته خــفه نـه يمه مرګ دی، را دې شي خو
خدای ته به څه وايم؟ ايمـان ته مــلامته شوومه
زه ســـــتا د ډيرو احســـــــــانونو پــوروړی يمه
زه دې دورانه، هر احســـــــان ته ملامته شوومه
ژمنې مې ماتې کړې چې نور، درپسې نه ژاړمه
داســـې يــو سل ځله، جانان ته ملامته شوومه
زما به وې ،خو له ما زياته مې د مور خوښه وې
زه مې د خـپــلې مـور ،ارمان ته ملامته شوومه
هـم يې څپـــيــړه راکړه، هم يې زما غرور وکنځۂ
نو خلکو بـــيا ولــــې؟ زه خـان ته ملامته شوومه
د جيـــنکو نه مې قســم کړی وو ته چې راغلې
د پــــوره ديــــرش ســـپارو قران ته ملامته شومه
زه داســـې نــه يـــمه مــا ټول عمر زړګي ساتلي
پـــــدې خــبـــره يــو انـــسان ته ملامته شوومه
ســـرتور راغـلی وو په نـيــمه شپه قربان يې شمه
خـولګـۍ مــې ورنـکړه حـيران !ته ملامته شوومه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حيران شينواری
فکـــــــر د ښې زندګۍ ښه شی دی، چې خدای ته ښه يي
قـــــدر د خپلې ځوانۍ ښه شی دی، چې خدای ته ښه يي
ستره هـستي ده خدای دې څوک ترينه بې برخې نــــــکړي
په کور کې غږ د مورکۍ ښه شی دی ،چې خدای ته ښه يي
بې شـــــــــــرمي نــــــده پکار حـــــد دې بـايــد وساتې خو
خير دی يو سوال د خولګۍ ښه شی دی، چې خدای ته يې
دنــــيا کــــــې ډيــر څـــه دي د هر شـي جـلا خوند او مزه
خـو ګوره ښــې جينکۍ ښه شی دی، چې خدای ته ښه يي
خـــــــــــواږه يـــــاران زيړ ماذيــــــګر او شينــواري کړاهي
ورسره ګــــــرمه ډوډۍ ښه شی دی ، چې خدای ته ښه يې
دا خـــو نو ذوق دی څـــــوک رباب څوک سرينده خوښوي
که يې ساتې نو شپيلۍ ښه شی دی ، چې خدای ته ښه يي
ټوکـــه ټکـــاله خــولـه خـــــندا بانـــدې رشــتې ښايسته وي
ژوند کـې معيار د شوخۍ ښه شی دی ،چې خدای ته ښه يي
زه خو به خامه ووم حيـــــــرانه! زه پرې څـه پوهــــــــــيدم
چا ســـــــره راز د يارۍ ښه شی دی ، چې خدای ته ښه يي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حيران شينواری
خولګۍ مې درنه غوښتې وه د زور خبره نه وه
خبره دې کـــړه مــور دا دې مـــور خبــره نه وه
وړه شوخـکـه هــــيله وه تــــا لاړه ډنـډوره کړه
بدرنـګې دا د دومـــره شور ماشور خبره نه وه
ښه غټه چونټۍ پيغله وې وړه جلۍ خو نه وې
خبــره د مـوچــکـې وه د تــــــــور خبره نه وه
نو ماته بـــدې ويلي وو هرڅه دې سر په سترګو
خو پـلار ته مې د دومره لوې پيغور خبره نه وه
ټول کلي ته جرګه شومه ټول کلۍ مې رضا کړ
يواځې دې د مست ليـوني ورور خـبـره نـه وه
خـبـرې خـو دې وکـــړې مـــلاجـانه خـفه نشې
يـوه هـــم پکــې زمـــونـږه د ســور خـبره نه وه
دکلـي په حـجرو کـې د ټـوپـک بـحـثونه ډير وو
پـه خـوله کـې د هيـچا د ټنـګ ټکور خبره نه وه
حېرانه! ما او تا باندې خـــو ټول خلک خبر وو
ته ووايه! خـوره مـو په کـــوم لــور خبره نه وه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حيران شينواری
لفظــــونه دې بــــــلا ډيرې شوخۍ لري جانانه
خبـــــــــرې دې اوږدې اوږدې لکۍ لري جانانه
په تا باندې چې ګران يمه په ما به خود ګرانيږې
دا زړونه دي دا يـــو بـــــــل ته کړکۍ لري جانانه
باڼه خو دې قسم په خدای څه بل رقم ښايسته دي
لېـمه دې نو بــــــــيا بـــل رقم سورخۍ لري جانانه
نه جـار زه به دې ولــــې په کنـــځـــلو خفه کيږم
نـه دا عــــادت خـــو ټــــولې جينکۍ لري جانانه
تـــوبه، تـــوبه نــو تـه بـه هـم عاجزه ځانته وايې
تـوبـه ستــرګې دې دوه سـوه مـستۍ لري جانان
ښايسته جلۍ نو څنګه وي بس کټ مټ ستا په څير وي
زلـفـان لـــري انـــدام لـــري خـولګــۍ لري جانانه
کوچـــيان په ژونـد کې څه لري کيږدۍ لري جانانه
مئــين يې بيا د ځــــــــان سره شپيلۍ لري جانانه
حېـــران دې اوس هــعه حېـران هعسې پاتې ندی
ولاکـــه بــــه نـــــــــور زور د شـاعـرۍ لري جانانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حيران شينواری
که هېـــــره مې له تــا سره وعده وي، داسې نده
قســـــم مې دې په خپــله يارانه وي، داسې نده
ته څه وايې بې تا به مې په بل سترګې خوږې شي
ته څه وايې له تا دې بل ښايســته وي؟ داسې نده
دا تا دې بې له غمـــــه ژوند کې بل څه وي راکړي
او ما دې له مســـــتۍ کړې نشــــه وي، داسې نده
رښتيا وايې چې شتـه دی ډيرې ښکلې جينکۍ خو
يوه دې پــکې ستـــا په شان خوږه وي، داسې نده
ايمان مهــــم عـــــــزت مهم ابـرو مهـــمه ژوند کې
مهـــمه دې د هـــــــرشي نه پيـسه وي، داسې نده
منـــم وي بــه بلا ډيــــرې بــــدرنګې مفـکورې خو
بدرنـــــــګـه دې دا ټــــــوله زمــانه وي داسې نده
يؤ خوېــــندې پښتنې دي چې د ورونو دعاګو وي
ورکړې دې کـــــوم ورور ورته حصه وي، داسې نده
قــــربان ادکــې مـــــــورې د حـــالاتو مجبوري ده
بايللې مــــې دې ژوند ته حوصله وي، داسې نده
د هغـــه بـــارانه د شـــپې تصـــوير مــې لا په زهن
حيـــران دې هـــيره کــړې ذائقــه وي، داسې نه ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حيران شينواری
زه خپل ضمير ته، خپل وجدان ته ملامته شوومه
چې تاته شــوومه نو، خپل ځان ته ملامته شوومه
مــرګ ته خــفه نـه يمه مرګ دی، را دې شي خو
خدای ته به څه وايم؟ ايمـان ته مــلامته شوومه
زه ســـــتا د ډيرو احســـــــــانونو پــوروړی يمه
زه دې دورانه، هر احســـــــان ته ملامته شوومه
ژمنې مې ماتې کړې چې نور، درپسې نه ژاړمه
داســـې يــو سل ځله، جانان ته ملامته شوومه
زما به وې ،خو له ما زياته مې د مور خوښه وې
زه مې د خـپــلې مـور ،ارمان ته ملامته شوومه
هـم يې څپـــيــړه راکړه، هم يې زما غرور وکنځۂ
نو خلکو بـــيا ولــــې؟ زه خـان ته ملامته شوومه
د جيـــنکو نه مې قســم کړی وو ته چې راغلې
د پــــوره ديــــرش ســـپارو قران ته ملامته شومه
زه داســـې نــه يـــمه مــا ټول عمر زړګي ساتلي
پـــــدې خــبـــره يــو انـــسان ته ملامته شوومه
ســـرتور راغـلی وو په نـيــمه شپه قربان يې شمه
خـولګـۍ مــې ورنـکړه حـيران !ته ملامته شوومه