د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حيران شينواری شعرونه

غزل

که هېـــــره مې له تــا سره وعده وي، داسې نده 
قســـــم مې دې په خپــله يارانه وي، داسې نده

ته څه وايې بې تا به مې په بل سترګې خوږې شي 
ته څه وايې له تا دې بل ښايســته وي؟ داسې نده

دا تا دې بې له غمـــــه ژوند کې بل څه وي راکړي
او ما دې له مســـــتۍ کړې نشــــه وي، داسې نده

رښتيا وايې چې شتـه دی ډيرې ښکلې جينکۍ خو
يوه دې پــکې ستـــا په شان خوږه وي، داسې نده

ايمان مهــــم عـــــــزت مهم ابـرو مهـــمه ژوند کې
مهـــمه دې د هـــــــرشي نه پيـسه وي، داسې نده

منـــم وي بــه بلا ډيــــرې بــــدرنګې مفـکورې خو 
بدرنـــــــګـه دې دا ټــــــوله زمــانه وي داسې نده

يؤ خوېــــندې پښتنې دي چې د ورونو دعاګو وي
ورکړې دې کـــــوم ورور ورته حصه وي، داسې نده

قــــربان ادکــې مـــــــورې د حـــالاتو مجبوري ده 
بايللې مــــې دې ژوند ته حوصله وي، داسې نده

د هغـــه بـــارانه د شـــپې تصـــوير مــې لا په زهن
حيـــران دې هـــيره کــړې ذائقــه وي، داسې نه ده
د شاعر نور شعرونه ←