د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حيران شينواری شعرونه

غزل

زه خپل ضمير ته، خپل وجدان ته ملامته شوومه
چې تاته شــوومه نو، خپل ځان ته ملامته شوومه

مــرګ ته خــفه نـه يمه مرګ دی، را دې شي خو
خدای ته به څه وايم؟ ايمـان ته مــلامته شوومه

زه ســـــتا د ډيرو احســـــــــانونو پــوروړی يمه
زه دې دورانه، هر احســـــــان ته ملامته شوومه

ژمنې مې ماتې کړې چې نور، درپسې نه ژاړمه
داســـې يــو سل ځله، جانان ته ملامته شوومه

زما به وې ،خو له ما زياته مې د مور خوښه وې
زه مې د خـپــلې مـور ،ارمان ته ملامته شوومه

هـم يې څپـــيــړه راکړه، هم يې زما غرور وکنځۂ
نو خلکو بـــيا ولــــې؟ زه خـان ته ملامته شوومه

د جيـــنکو نه مې قســم کړی وو ته چې راغلې
د پــــوره ديــــرش ســـپارو قران ته ملامته شومه

زه داســـې نــه يـــمه مــا ټول عمر زړګي ساتلي
پـــــدې خــبـــره يــو انـــسان ته ملامته شوومه

ســـرتور راغـلی وو په نـيــمه شپه قربان يې شمه
خـولګـۍ مــې ورنـکړه حـيران !ته ملامته شوومه
د شاعر نور شعرونه ←