د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حيران شينواری شعرونه

غزل

د ځوانۍ عمر دی روان دی ، نه سوې پوه؟
د هرچــا پــــسې ارمان دی ، نه سوې پوه ؟

ښکــــــلې رويه کـــــــــوه چې وس دې کيږي
نور د خــطا سره انسان دی ، نه سوې پــوه ؟

د زنــــــــدګۍ پوره مــــفــــــهوم څه دی خو
اخـــــر مرګۍ دی راروان دی ،نه سوې پوه ؟

دغــه يـــــو څو ماښامه ژوند دی ښه يې وکه
هسې هم وتی له امکان دی ، نه سوې پوه ؟

داســـــــــې هــــــم نه ده چې يواځې ته وې
ما دې هـــــم کړی ارمان دی ، نه سوې پوه؟

ټـول زيـارتــــونه دې تا ووهي که نه به راځې
بيـــګا ته بيا ښکلی باران دی ، نه سوې پوه ؟

ورونــــــــه دې ډيـــر دي خو دا کشر نه دی ؟
سـم د زړه نــه راته ګران دی ، نه سوې پوه ؟

انجــــــــونې به ډيرې شــي خو ستا بدرنګې
څـــه بــل شانته دوران دی ، نه سوې پوه ؟

څـه خـــدای وهلــی دی د خولې نه شوخ دی 
توبه حيران نو څومره وران دی، نه سوې پوه؟
د شاعر نور شعرونه ←