د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حيران شينواری شعرونه

غزل

لفظــــونه دې بــــــلا ډيرې شوخۍ لري جانانه 
خبـــــــــرې دې اوږدې اوږدې لکۍ لري جانانه

په تا باندې چې ګران يمه په ما به خود ګرانيږې
دا زړونه دي دا يـــو بـــــــل ته کړکۍ لري جانانه

باڼه خو دې قسم په خدای څه بل رقم ښايسته دي 
لېـمه دې نو بــــــــيا بـــل رقم سورخۍ لري جانانه

نه جـار زه به دې ولــــې په کنـــځـــلو خفه کيږم
نـه دا عــــادت خـــو ټــــولې جينکۍ لري جانانه

تـــوبه، تـــوبه نــو تـه بـه هـم عاجزه ځانته وايې
تـوبـه ستــرګې دې دوه سـوه مـستۍ لري جانان

ښايسته جلۍ نو څنګه وي بس کټ مټ ستا په څير وي
زلـفـان لـــري انـــدام لـــري خـولګــۍ لري جانانه

کوچـــيان په ژونـد کې څه لري کيږدۍ لري جانانه
مئــين يې بيا د ځــــــــان سره شپيلۍ لري جانانه

حېـــران دې اوس هــعه حېـران هعسې پاتې ندی
ولاکـــه بــــه نـــــــــور زور د شـاعـرۍ لري جانانه
د شاعر نور شعرونه ←