پښتو ادب · شاعران
بختیار ځدارن
د بختیار ځدارن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
زه بختیارځدراڼ چه قلمی نوم می ےارمان،دحاجی رحیم ګل کره په کال ١٩٧٨کښی په ١١ دمې دپکتیکا ولایت دزیړوک ولسوالۍ په ورجانه کلی زیږدلی یم ٠اوپه ١٩٧٩کال دغمیزی له پیلی سره موهجرت کړی ٠لومړی زده کړې می دمانسهری دبریړی دپنډغالې په متواسط ښونځی کښی ترسره کړی دنهم اولسم زده کړی می دمانسهری په های سکول نمبر٣کښی ترسره کړې دبی،ائ،دبری لیک می له پوسټ ګریجویټ کالج مانسهری نه تر لاسه کړی دی .اوله اتوکالونوراهسی دسعودی عرب پۀ توجنوریګونوکښی شپې اؤورځې سباکوم .دکالج له دوری نه دشعر له ښاپرۍ سره بلدیم .دمورنی ژبی ترڅنګ په دارې،اردو،عربی ، انګلسی ژبولیکل لوستل کولی شم ..د ےڅار ے په نامه شعری ټولګه می چاپ ته تیاره ده .اویوبل اثارچه مادخپلی عملی تجربی په بنا لیکی هغه داټومیکینکل.
شعرونه
14 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ځدارن
نــــــــوم دميـــــــــنې دانـــــــعام دی انـــــــــتظار
پل په پل،ګــــــــــام اوپـــــــــه ګام دی انتظار
کـــــــــله جــــــــــوړه ترې مسکا کله ژړه شي
پــــــــــــــدې دوړواختــــــــتام دی انتـــــــــظار
کله تریخ او کله خوږ پــــــــه ســــــــړي لږي
دترخو خوږو انجـــــــــــام دی نتـــــــــــــــــظار
دژوندون دڅـــــــــــورنګيــــــــــــــنوشپولپاره
د ساقي په لاس کې جـــــــــــام دی انتظار
له شيرو شونډو به يې کله بختیاراوري
تـــــش،د(يې)او(نا)پيــــــــــغام دی انتظار
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
بختیار ځدارن
له ژوند اومينې مې هجران دوصال کــــــــال وړی دی
بدوحالتورانه مسکا پــــــګړۍ اوشــــــــــــال وړی دی
خودبه مې اوښکو لښکر درومي تر شلیدلي ګریوان
یاغي احساس مې دخپـــلوۍ فکراو خیـــــال وړی دی
دچالمسون مې دکعبـي غــــونـــــدې پاک کوروران کړ
روحي مریض شوم رانـــه یې هـــــر هـــــنر کمال وړی دی
ورځي رنځمنې اوښکي،اوښکي دي سهار او ماښام
تیارغوني شپو دخپــــــلواکــــــۍ دښګون پال وړی دی
انځور او خیال مې مســـــاپــــــــر دی لــــــه جنــــــت وطنه
د سفر ستنزوله بختیار خـــــوشحــــــالـــه حال وړی دی
مرورجانانبشپړ شعر ولولئ
مرورجانان
بختیار ځدارن
جانانه زرشه راترغاړه،بــــــیا بــــــــــه وغــــږیــږو
ته مروره یې ولاړه،بــــــــیا بـــــه وغــــــــږیـــــــــږو
زماپه زړه هم دي بلا،بــــلاغمــــونـه پــــــــراتــــه
دزړه خوله به کوو دواړه،بــــیا بـــــــه وغـــــږیــږو
دتلوسې شیبې دي هسې بې مــــــانـا تــــیریــږي
سم مې په غیږه کې ونــــغـــاړه،بــــیا بــه وغږیږو
په ماهم ډیرې دهجران سختې خوارۍ تیري دي
ګــــرانــــه په خدای دوای مه ژاړه،بیا به وغږیږو
جانانه نشته په ژونــدون باندې اعتبارد بختیار
راځه بـــــاقـــــي یـــــــې خیرغواړه،بیا به وغږیږو
فکربشپړ شعر ولولئ
فکر
بختیار ځدارن
نه یو لا څښتن مونـــــــږه د خپـــــل فـــکر
سوزو له ګورکیــــــــن او لــــــه مغل فکر
لاړکه له وطــــــــنه دمـــــــورچــــــل فـــکر
رابـــــه شــــي پــــه خپـــــله د محـــــل فکر
لمر ستوري سپوږمۍ به مو ملګري شي
شي که مودعلم هـــــــر وخــــت مـــل فکر
دغه تیاره شپي به مو روښــــــانــــــه شي
ومو رسوي تــــــــر خپـــــــل منــــــزل فکر
وي جګړه د درد او افــــتـــونـــــــــــومــور
نه مو دی دا خپــــــــل دادی دبــــــــل فکر
خنډ دترقۍلــــــــرې کیــــــدلـــــئ شـــــي
داد ویجاړتیا که شـــــــي بــــــدل فـــــــکر
مخکې له هر کاراو له اقــــــــدام ځیـــنې
وکړو باید ښه ،مــــــــونـــــــږه اول فـــــکر
شي به د کابل غـــــــرونـــــه مـاڼۍ،ماڼۍ
وي چې ای بختیاره پل پــــه پــــل فــــکر
پاکستان مانسره