د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختیار ځدارن شعرونه

فکر

نه یو لا څښتن مونـــــــږه د خپـــــل فـــکر
سوزو له ګورکیــــــــن او لــــــه مغل فکر

لاړکه له وطــــــــنه دمـــــــورچــــــل فـــکر
رابـــــه شــــي پــــه خپـــــله د محـــــل فکر
لمر ستوري سپوږمۍ به مو ملګري شي
شي که مودعلم هـــــــر وخــــت مـــل فکر
دغه تیاره  شپي به مو روښــــــانــــــه شي
 ومو رسوي تــــــــر خپـــــــل منــــــزل فکر
وي جګړه د درد او افــــتـــونـــــــــــومــور
نه مو دی دا خپــــــــل دادی دبــــــــل فکر
خنډ دترقۍلــــــــرې کیــــــدلـــــئ شـــــي
داد ویجاړتیا که شـــــــي بــــــدل فـــــــکر
مخکې له هر کاراو له اقــــــــدام ځیـــنې
وکړو باید ښه ،مــــــــونـــــــږه اول فـــــکر
شي به د کابل غـــــــرونـــــه مـاڼۍ،ماڼۍ
وي چې ای بختیاره پل پــــه پــــل فــــکر
پاکستان مانسره

د شاعر نور شعرونه ←