د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختیار ځدارن شعرونه

غزل

له ژوند اومينې مې هجران دوصال کــــــــال وړی دی
بدوحالتورانه مسکا پــــــګړۍ اوشــــــــــــال  وړی دی

خودبه مې اوښکو لښکر درومي تر شلیدلي ګریوان
یاغي احساس مې دخپـــلوۍ فکراو خیـــــال وړی دی

دچالمسون مې دکعبـي غــــونـــــدې پاک کوروران کړ
روحي مریض شوم رانـــه یې هـــــر هـــــنر کمال وړی دی

ورځي رنځمنې اوښکي،اوښکي دي سهار او ماښام
تیارغوني شپو دخپــــــلواکــــــۍ دښګون پال وړی دی

انځور او خیال مې مســـــاپــــــــر دی لــــــه جنــــــت وطنه
د سفر ستنزوله بختیار خـــــوشحــــــالـــه حال وړی دی

د شاعر نور شعرونه ←