د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي بختیار ځدارن شعرونه

مرورجانان

جانانه زرشه راترغاړه،بــــــیا بــــــــــه وغــــږیــږو
ته مروره یې ولاړه،بــــــــیا بـــــه وغــــــــږیـــــــــږو

 

زماپه زړه هم دي بلا،بــــلاغمــــونـه پــــــــراتــــه
دزړه خوله به کوو دواړه،بــــیا بـــــــه وغـــــږیــږو


دتلوسې شیبې دي هسې بې مــــــانـا تــــیریــږي
سم مې په غیږه کې ونــــغـــاړه،بــــیا بــه وغږیږو


په ماهم ډیرې دهجران سختې خوارۍ تیري دي
ګــــرانــــه په خدای دوای مه ژاړه،بیا به وغږیږو


جانانه نشته په ژونــدون باندې اعتبارد بختیار
راځه بـــــاقـــــي یـــــــې خیرغواړه،بیا به وغږیږو

د شاعر نور شعرونه ←