افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نــــــــوم دميـــــــــنې دانـــــــعام دی انـــــــــتظار
پل په پل،ګــــــــــام اوپـــــــــه ګام دی انتظار
کـــــــــله جــــــــــوړه ترې مسکا کله ژړه شي
پــــــــــــــدې دوړواختــــــــتام دی انتـــــــــظار
کله تریخ او کله خوږ پــــــــه ســــــــړي لږي
دترخو خوږو انجـــــــــــام دی نتـــــــــــــــــظار
دژوندون دڅـــــــــــورنګيــــــــــــــنوشپولپاره
د ساقي په لاس کې جـــــــــــام دی انتظار
له شيرو شونډو به يې کله بختیاراوري
تـــــش،د(يې)او(نا)پيــــــــــغام دی انتظار