پښتو ادب · شاعران
حفیظ همیم
د حفیظ همیم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
20 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
چې مرغلره غوندې ورکه دريابونو کې ده
هغه نجلۍ مې لا تر اوسه په خوبونو کې ده
المارۍ ډکه ده خو ټول په سياست راڅرخي
د عشق خبره په دوو دريو کتابونو کې ده
که ستا د لاس نه وي، د ګل هم نه ده دا خوشبويي
چې زما په جيب کې وچو شويو ګلابونو کې ده
زر سببونو کړم تباه زه، نور يې څه کوې خو
هغه هم ډله ددې زرو سببونو کې ده
داسې څه نشته چې دې سترګو کې يې نه وينمه
زما دنيا دې دېواله پورې قابونو کې ده
هميمه، لاره مې د ژوند پکې پيدا نه کړله
ستونزه په ما کې ده، که ستونزه مذهبونو کې ده؟
د لړم ۳۰مه، ۱۳۹۸ کال، کابل
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
حفیظ همیم
دا سړک، دغه بازار، دغه کوڅه او دغه لاره
زما ذهن ته يو څوک ولې راځي پکې باداره ؟
چې سهار روزګار ته ځمه، يا ماښام راځم له کاره
هغه یاد مې وي ملګری چې يې ژوند کوم لپاره
هغه سترګې مې يادېږي چې مې بېل ساتي له نورو
هغه سترګې چې رڼا يې نه د لمر وه نه د ستورو
ناقرار مې ساتي اوس هم، قسم خورم په دغو تورو
سوچ مې واخلي پسې خور شم لکه باد په شپږو لورو
حافظه مې دې شی ورکه چې يو يو پکې خوندي دي
تصويرونه د ځایونو، که شيبې د ملاقات دي
که وعدې دي چا راکړې، يا بل څه لکه سوغات دي
هېڅ بې هېڅه رايادېږي چې دا څرنګه حالات دي
خپل خوبونه مې تر اوسه راته ياد ټکي په ټکي
ژوند کتاب دی، خو بې تا مې کړ برباد ټکي په ټکي
هغه ټول غمونه شته دي نه زيات شوي نه کم شوي
څوک خپه راسره اوسي او څوک ښاد ټکي په ټکي
بس همدا مې زندګي ده ته پخپله نوم پرې کېږده
يو موټ تکې تورې خاورې، لږ ايره دې ده په مخکې
ارمانونه مې قبرونه، هديره دې ده په مخکې
ورته ګورې او کنه خو منظره دې ده په مخکې
د لړم ۱۳مه، ۱۳۹۸ کال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
خلک يې نه مني مګر رښتيا خو دا دي چې دي
زموږ تر منځ اوس فاصلې بې انتها دي چې دي
غميزه دا ده چې يې زه له برکته محروم
اورم لاسونه دې اوس هم د مسيحا دي چې دي
د یاد متروکې جزيرې ته دې څوک ځي درپسې؟
پر هغې لار پراته پلونه تش زما دي چې دي
تر خپله ځان مې پر دوی باندې زړه ډېر خوږېږي
زما غمونه هم زما غوندې تنها دي چې دي
يوازې زه او ته چې سا اخلو هم مينه کوو
نور چې هر ځای لاړ شې خبرې د دنيا دي چې دي
ديدن په حرص غواړي او مينه کې افراط کړي هميم
ځينې کارونه يې لا اوس هم د ملا دي چې دي
د تلې ۳۰مه، ۱۳۹۸ کال کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
څوک چې نوم د مينې واخلي، کيسه واړوم په بله
زه په خپل احساس ملنډې، هره ورځ وهم پخپله
مينه يو طرف ته ولاړه، زندګي ولاړه په بله
ما هم ورو ورو زړه راټول کړ، ته هم رو رو شوې بدله
وې يې پای ته رابطه، رسېږي څنګه لږ مې پوه کړه
ما وې داسې لکه څنګه، چې دايره شي مکمله
سر مې اوس هم کله کله، داسې خوږ شي ته وا چوي
ستا اوږې ته ضرورت اوس هم راپېښ شي کله کله
ستا د غاړې په لاکت، هک شوی نوم چې به مې وليد
لکه څوک چې شي زندۍ، سا به مې داسې تنګېدله
جدايي خو نڅا نه ده، چې زده نه شي نه به کېږي
يو ګام تا واخيست بل ما، بیا سره ورک شو تل تر تله
تر دې لوی عذاب هميمه، ما ليدلی ژوند کې نه دی
چې په نه زړه به موسکۍ شوه، په نه زړه به غږېدله
د تلي ۲۳مه، ۱۳۹۸ کال، کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
ستا د راتلو هيله لا په زړه کې غلې نه ښکاري
وي به ناممکن، خو مګر ماته ولې نه ښکاري؟
ښه شوه ځان دې ټول کړ د دنيا خولې درنه واوښتې
سترګې دې اوس هر سهار شوګير وهلې نه ښکاري
پوه يې چې د ژوند له کوم اسمانه درته غږ کوم
تا وې له ما بل طرف دې لاره تللې نه ښکاري
ژوند وي کله کله د رنګمال د کار جامو غوندې
وي به سل رنګونه پرې پراته خو ښکلې نه ښکاري
ژوند مې و تياره لکه د ژمي شپه او دې شپه کې
ستا سترګې ډېوې وې، اوس هغه هم بلې نه ښکاري
وايي هميم نه اوري د نورو هم تر اوسه خو
زړه ته يې زما خبره هم لوېدلې نه ښکاري
د زمري ۴مه، ۱۳۹۸ کال، کابل
انتظاربشپړ شعر ولولئ
انتظار
حفیظ همیم
د اورګاډي غږ له لري را رسېږي
زه پټلۍ ته دوه درې ګامه نژدې ناست يم
دا ده ورځ مې مازيګر ته نژدې کړې
له غرمې نه په دوو تلو دلې ناست یم
په دې دښته کې بل غږ اورېدای نه شې
که وي باد دی او يا غږ ددې ماشين دی
مخکې لويه ويړه دښته مې شاهده
پر سر درد، سترګې مې ډکې، زړه مې شين دی
زړه مې غواړي چې اورګاډی رانژدې شي
زه ورټوپ کړم، دنيا ټوله شاته پرېږدم
دغه سر چې لايق ستا د څنګل نه و
د اورګاډي پر پټلۍ باندې يې کېږدم
وارخطا يمه تصميم نيولای نه شم
زړه نا زړه یم وایم اوس به نو څه کېږي؟
ځان راټول کړمه که ځان کړمه ترې لاندې؟
څو ثانيو کې به اورګاډی را رسېږي
نا څاپي ذهن ته راشي يوه خبره
داسې شم ته وا له خوبه را ويښېږم
سوچ کوم چې که زه نه یم څوک مې څه کړي؟
خو زما په مرګ هم زه تاواني کېږم
زړه کې وايم نهيلي هم په کار نه ده
داسې ژر ولې کيسه يوسمه پای ته
شپږم حس مې راته وايي يوه ورځ به
چې مې زړه غواړي رسېږم هغه ځای ته
زه په سوچ کې يم اورګاډی را نه تېر شي
څو شيبې يې اورم غږ وروسته پناه شي
دواړه لاس کېږدم پر دواړو ځنګنونو
بيا را پاڅېږم ارام، تېره مې ساه شي
بيرته ډک زړه په کوڅو د ښار را ګډ شم
شاته هر څه لکه خوب راته ښکارېږي
ستړي ژوند ته غاړه ورکړم، او هميمه
مينتوب مې لېونتوب راته ښکارېږي
د چنګاښ ۱۷مه، ۱۳۹۸ کال، کابل
وطنبشپړ شعر ولولئ
وطن
حفیظ همیم
طبيعت ددې وطن ښايي همدا وي
چې هر څه پکې يا لږ يا ډېر بدل دي
که يې خاوره، که هوا، که يې اوبه دي
که اسمان دی، که يې ځمکه، که څه بل دي
دلته هېڅوک داسې نه دي چې بايد وي
دا وطن څه عجيبه غوندې وطن دی
هر سړی پکې له خپله ځانه موړ دی
هر سړی پکې د بل سړي دښمن دی
ديوالونه دي ولاړ د خلکو منځ کې
چې په سترګو ښکاري ټولې فاصلې دي
هېڅ وعده پکې وعدې ته ورته نه ده
له انسان سره همځولې فاصلې دي
په لفظونو کې مانا پخوانۍ نشته
که ته دغه سوچ کوې غلط روان يې
که چا ووې درته ګران نو حتمي نه ده
چې رښتيا وي او له زړه دې ورته ګران يې
دې وطن کې په هر څه سړی تېروځي
که څېره ده، که جذبه، که محبت دی
چا چې کړی وي هغو ته معلومېږي
چې پر چا باندې باور څه مصيبت دی؟
دې وطن کې محبت دی که نفرت دی
يو هم نه ښکاري طبعي د انسانانو
نور پر خپل ځای، خو رښتيا که وایم دلته
احساسات دي مصنوعي د انسانانو
د کب ۱۲مه، ۱۳۹۷ کال، کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
ضرورت څخه هم زياته په جذبه به مې کوله
خپلې مينې ته حيران يم عجيبه به مې کوله
زه چې سوچ په زندګي کوم بس دومره شم ويلای
که ستا لاس مې وای په لاس کې څومره ښه به مې کوله
هر يو توری ستا د ډاډ او تسلي لکه دېوال و
چې به ستړی کړمه ژوند ورته تکيه به مې کوله
زه ناوخته شوم خبر چې لېونی بللم خلکو
بس په دې چې به ژړا راغله ښکاره به مې کوله
چې به ته کله را نغلې خوب محال و چې دې راشي
شوې مې تېرې هغه شپې چې دا نشه به مې کوله
ځان پوښتمه هره ورځ که هميم نه وای په دې ښار کې
عاشقي به مې کوله او که نه به مې کوله
د کب څلورمه، ۱۳۹۷ کال، کابل
عکسبشپړ شعر ولولئ
عکس
حفیظ همیم
هر سهار اوس هم اوله سا ستا په نوم اخلمه
هر سهار شاهد زه د جنت د يوه منظر يمه
ستا عکس مې ځوړند مخامخ د خوب بستر ته دی
هر سهار مې سترګې پرې خوږېږي بختور يمه
ستا عکس، چې ته پکې موسکۍ يې ماته ګورې او
شاته دې تر لري لري پورې سمندر ښکاري
رنګ يې د څپو یو طرف سور بل طلايي او زېړ
وخت د مازيګر دی ډوبېدونکی پکې لمر ښکاري
ستا عکس، چې يو زر خاطرې پکې رانغښتې دي
ځای، وخت او زموږ د نصیبونو حکايت پکې
زلفې دې پرانيستې، د ګرېوان تڼۍ دې خلاصې دي
نه د رواج څرک شته، نه تاثير د روايت پکې
باد دی او وېښتانو دې ښۍ سترګه پټه کړې ده
داسې لکه لمر چې تر ځنګل ها خوا غروب کوي
کيڼ طرف وېښتان دې د غوږ شاته اړولي دي
داسې منظره ده چې تاثير لکه مشروب کوي
داسې يو تصوير دی چې زما زړه يې هم نه مني
داسې يو تصوير ته وا په ګوتو چا ايستلی دی
ستا ښايست ترسيم دی پکې داسې ته وا تا وينم
ښۍ اوږه دې لوڅه ده او شال ترې ښویېدلی دی
هر سهار چې وينم دا تصوير نو ورځ مې جوړه وي
غرونه غرونه غم وي خو ارام ورته اوږه ورکړم
ژوند ته ور ترغاړې وځم د کار خواته يې بوځمه
خپلو مشکلاتو کې و ده ته هم حصه ورکړم
ته مې يې په ذهن کې تر هغه چې په شپه کې بيا
پرېوځم پر بستر او ستا تصوير ته ښه ډېر وګورم
ذهن ته مې ته راشې او تا پسې روان شمه
بيا چې راستنېږم څو ساعته وي تېر، وګورم
د سلواغې، ۲۵مه، ۱۳۹۷
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم