د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي حفیظ همیم شعرونه

غزل

ستا د راتلو هيله لا په زړه کې غلې نه ښکاري

وي به ناممکن، خو مګر ماته ولې نه ښکاري؟

 

ښه شوه ځان دې ټول کړ د دنيا خولې درنه واوښتې

سترګې دې اوس هر سهار شوګير وهلې نه ښکاري

 

پوه يې چې د ژوند له کوم اسمانه درته غږ کوم

تا وې له ما بل طرف دې لاره تللې نه ښکاري

 

ژوند وي کله کله د رنګمال د کار جامو غوندې

وي به سل رنګونه پرې پراته خو ښکلې نه ښکاري

 

ژوند مې و تياره لکه د ژمي شپه او دې شپه کې 

ستا سترګې ډېوې وې، اوس هغه هم بلې نه ښکاري

 

وايي هميم نه اوري د نورو هم تر اوسه خو 

زړه ته يې زما خبره هم لوېدلې نه ښکاري

 

د زمري ۴مه، ۱۳۹۸ کال، کابل

د شاعر نور شعرونه ←