خپل زړه څخه سوال کوم زه ولې بې دليله؟
ځان سره جنجال کوم زه ولې بې دليله ؟
ولې د خپل زړه د داغ توهين کوم تر اوسه
ذکر ستا د خال کوم زه ولې بې دليله ؟
تاته انتظار، بيا نهيلي، بيا خپګانونه
دا ټول کال په کال کوم زه ولې بې دليله؟
ولې راته نه ښکاري دا لوی لوی دېوالونه
تمه د وصال کوم زه ولې بې دليله؟
ستا ښايست خو هسې هم زما په برخه نه شو نو
غم يې د زوال کوم زه ولې بې دليله؟
وایم بس که نن وي که سبا هميمه در به شم
دغسې يو خيال کوم زه ولې بې دليله؟
د سلواغې ۲۳مه، ۱۳۹۷ کال، کابل
د شاعر نور شعرونه ←