د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي حفیظ همیم شعرونه

وطن

طبيعت ددې وطن ښايي همدا وي

چې هر څه پکې يا لږ يا ډېر بدل دي 

که يې خاوره، که هوا، که يې اوبه دي

که اسمان دی، که يې ځمکه، که څه بل دي

 

دلته هېڅوک داسې نه دي چې بايد وي

دا وطن څه عجيبه غوندې وطن دی

هر سړی پکې له خپله ځانه موړ دی 

هر سړی پکې د بل سړي دښمن دی

 

ديوالونه دي ولاړ د خلکو منځ کې 

چې په سترګو ښکاري ټولې فاصلې دي

هېڅ وعده پکې وعدې ته ورته نه ده

له انسان سره همځولې فاصلې دي 

 

په لفظونو کې مانا پخوانۍ نشته

که ته دغه سوچ کوې غلط روان يې

که چا ووې درته ګران نو حتمي نه ده

چې رښتيا وي او له زړه دې ورته ګران يې

 

دې وطن کې په هر څه سړی تېروځي

که څېره ده، که جذبه، که محبت دی 

چا چې کړی وي هغو ته معلومېږي

چې پر چا باندې باور څه مصيبت دی؟

 

دې وطن کې محبت دی که نفرت دی

يو هم نه ښکاري طبعي د انسانانو 

نور پر خپل ځای، خو رښتيا که وایم دلته 

احساسات دي مصنوعي د انسانانو

 

د کب ۱۲مه، ۱۳۹۷ کال، کابل

د شاعر نور شعرونه ←