د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

مختارلونک

د مختارلونک پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

د ټولو کايناتو پيداکونکی، د هرڅه خاوند،او د ټولو پالونکي په نوم
لونګ د ګل او بوي سره خو ټول پښتانه اشنا يو! راځی چې نن مو دداسي يوچا سره  اشنا کړم چې دخوی خبرو او مجلس ځني رښتيا  لونګ دی د لونګ نوم مې د ورور د اخلاقو مجلس او رنګ سره ډير ښه اړخ   لګوي .
د لونګ خپل نوم مختار دی په قوم شينواری ،حيدرخيل،مخيل ، او بيا لياس خانی دی .د مرحوم ملا عبدالمحمد ځوی په ١٣٥٣/١/١٣ د شينوارو د لوي ولسوالۍ د تورلرګي په کلي کې زيږيدلی دی .
د خپل ورور په پيژند چې مې کله  کار کاوه د لونګ د کوچنيتوب وختونه مې په مغز کې و ګرځيدل
لونګ به چې هرچا وليد په غيږ کې به يې واخيست چپۍ به يي کړ او بيا به يې ورته د نيکمرغۍ دعاوي وکړي زما ښه ياد شي هر وخت به زمونږ مرحوم پلار لونګ ته ځير وو د نيکبختۍ دعا به يي ورته ډيري  کولي  همدا د واليدينو او د دوستانو وعاوو  اوميني اغيز  وچې د لونګ سره  د زده کړي  او  روزني  ځانګړې مينه وه
لونګ خپله لمړۍ زده کړه د خپل پلار سره  اوبيا د کلي په ښونځی کې شامل شو په ١٣٣٥٨کې سره  د خپلي کورنۍ پښتونخوا ته په کډه شو د هجرت په وخت کې د الهجرت الجهاد عالي مدرسه ولوسته او بيا دارالعلوم سرحد ته و ﻻړ چې هم هلته  خدای د قران الکريم  حفظ او قرئت نعمت ور په برخه کړ  چې په همدې دوران کې به زما څخه پټ د جهاد تاوده سنګر ته  دخپلو ملګرو سره هم تللو،لونګ د اوه ٧ کلونو را هيسي په يو اروپاي هيواد سويس کې ژوند کوي.
د لونګ دا کمال د ماشوتوب راهيسې زده دی چې په خلکو ډير ځان ګران کوي، دخپلو ښو اخلاقو او ميني له کبله پخپل قوم کې ځانګړی     شهرت پيدا کړی دی چې اوس يې هم ټول مشران او کشران پخپلو مجلوسونو کې د نمونې په څير  يادونه کوي.
ددې ټولګې مبارکې هم تاسي او هم خپل ځان ته وايم او د لونګ لونګبويه خيال په الوت کې غواړم.
 په ډيره مينه
الحاج قاري عبدالسلام
    ١٣٨٣/١٠/٢٤

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

13 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مختارلونک

ياره  کوڅې  ته  دې  ملنګ  را درومي

په   مينه  مست لکه  د  بنګ را درومي

زکات        يو    رکن   د    پنځو     بناوو

ستا   د ښکلا   په   تا   قلنګ را درومي

دا  ستا   د   مخ  له   پلوشو   نه   دی  ځار

قربانوي        وزر     پتنګ   را   درومي 

د   زړه  سنګره    ميوندي   سنګر      شه

جانان د سرو سترګو په جنګ رادرومي 

وخته    ځواب    به   ې    له   تا  نه    اخلم

اوس که نا خوالې رنګ په رنګ رادرومي

سترګو  اسمان  کي مې  د غم  وريځي دې

ځکه  باران   يې  په  غور ځنګ  را  درومي

زما  په  کوڅه   کې  دې  شو   پلونه   زاړه

تش دې يادونه څنګ په څنګ  رادرومي

شي   به  د   چا   د   دنګې    غاړي    اميل

له   دې   غزل  بوی   د * لونګ* را درومي

   ٢٠٠٤/١٠/٤    زيوريخ

خنجربشپړ شعر ولولئ

خنجر

مختارلونک

په ليدو کې مې دمينــــــــې نـــــظر خــــوښ دی

د خــــــوبــــــانو له ټـــــولـــــي مې دلبر خوښ دی

د مجنون غوندې چې سترګې د سپي ښکل کړې

د يــــار مينه کـــــــې مــــــې دومره اوتر خوښ دی

چې ګوزار پرې د غلــــيم سينې تـــــــــه ورکـــــــړې

خير پڅ وې خو مې دغـــــــــه خنجر خــــــــــوښ دی

او غماز ورته له ډاره ليــــــــــدی نــــــــــــه شـــــــــې

ديار سترګو کې مې دومره آثــــــــــــر خـــــــوښ دی

نه هيڅکله مې له سترګو نــــه پــــــــناه شـــــــــــــې

دومره ډير مـــــــې خپل اشنــــــــا مساپر خوښ دی

جـې بس ټــــــــولـــــــه مينه مينه وې جــــانــــانــــــه

ستــــــا لــه ستر ګو کې مې داسې منظر خوښ دی

پــــــــا چـــــــا يان دې په خپل تاج او تخت نازيږې

تـــــــــــــور ( لونګ ) جانانه ستا په ټټر خوښ دی

زيوريخ سويس

بې جانانهبشپړ شعر ولولئ

بې جانانه

مختارلونک

راشه وه جانانه بې جــــــانـــــــانــــــــــــه يـــــــــم
درد تــــــه مـــــــې درمــــــــــل شه بې درمانه يم
لانــــــــدې مې د زړه په ځــــــمکه اور بل دی
پـــاس هـــــــم بـــــــــــد نصيـــــبه له اسمانه يم
دل مې شو زړګـــــی پښــــــــو د خـــوبـــانو کې
ډيـــــــر زيـــــــات په ور کړې زړه پښيمـــــانه يم
راشــــه د رحمــــــت ديــــــدن بــــــــــــاران راوړه
ورور د للمي ګل يــــــم بــــــې بـــارانـــــــه يــــــم
خدای خبر که تار به يې را پــــــــاتـــــــــي شــــي
داسې غم نيولی له ګــــــريــــــــوانـــــــــه يـــــــــم
زړه ته مې پرتې د خفـــګان غــــــــوټـــــــــــې دي
بې ولچک بندي د خپل يــــــــار ګـــــرانــــــه يـم
هر وخت را پسې وې د بيـــلتون زمـــــــــــــــری
زه ټپې هـــــــــوســـــــۍ بـــــــې بــيابـــانــــــه يــم
کلـــــــه چـــــــې تـرې ګل غواړمه درد راکــــړي
ځــــــار لـــــــه داســــــــې ښــکلي مهربـــــانه يم
مينې دې کړم وريت شومه تک تور ( لونګ )
شـــوم لـــــکه چنـــــــار لمبــــه لـــــه ځـــــانـــه يم
٢٠٠٦ /٩/ ١٠
زيوريخ پلاوريون
ای د ښکلو ښکلېبشپړ شعر ولولئ

ای د ښکلو ښکلې

مختارلونک

ای د ښکلو ښکلې
هی د ښکلا ملکې
هی تاته نارې وهم
هی د ښايستوو سردارې
يو ځل مې ونازه
په نازنينو ليدو
يو څو پترې مې په زړګې ووهه
د ديدنونو پترې
په درزيدلې زړګې
راته پرې کيده څو پټۍ د مينې
په درديدلې زړګی
په کړيدلې زړګې
ستا د ديدن په ارمان
ارمان ځپلې زړګې                             
يو وار مې بيا ټکور کړه
په ټکور مارو سترګو
بلاه بلاه واخلم
ستا د خمارو سترګو
دې مساپرې ډير وخت
ستا د ( لونګو ) وږمې
 راشه ټپې ټپې شو
راشه سندرې نغمې
                             ٦/ ٣ / ٢٠٠٦  پلافرييونه ته په ﻻره
                             زيوريخ   سويس
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مختارلونک

نن مې بيا شپه خپله غيږ کې نه اخلې

      اغــــــزن مـــــې بيا شو نازنين خوبونه

      بيا راته ستوري سترګکونه وهــــــــي

      راکــــــوي بيـــــــا يو څو د درد شعرونه

      په زړه مــــې بيا د يار غمــــــونه ناڅي

      را باندې اورې  ربابــــــي ســـــــورونه

      زړګـــــی يــــې زما په قواله اخيستی

      په کې کرې  وير  او ماتم غمــــــونـــــه

      اروا مې پاتې په ميراث کې ورتـــــه

      ورکې شيندې بياد لنډيو تخمــــــون

 د څو سرونو نذرانې بيــــــــا غــــواړي

      دغه غازي غازي ســـــــرلوړې غرونه

       د ازادۍ ناوې ســــــــــرتوره بيـــــــــايې

      څه شول ځلمي څه شو  ميرويس مړونه

       ساقــــــــې د ميــــــــوو پر ځای زهر راکړه

      نشته نور ژوند او نه يې شته خوندونه

      پيغلو له اوښکو اميلونه جـــــــوړ کــــړل

      تــــرې تــــــري تم ( لونګ ) ځونډي لړونه

١٢ /١٠ / ٢٠٠٥  زيورخ

پرهر پرهر پرهربشپړ شعر ولولئ

پرهر پرهر پرهر

مختارلونک

پرهر پرهر شوم د درمان غيږه کې

شومه پردی د خوږ جانان غيږه کې
هره يوه هيله مې ارمان ارمان شوه
شوه هره تاوه د ارمان غيږه کې
ما وی ګلانو ته به ساه راوړې
اوسپنې  اورې د باران غيږه کې
له هرې خوا نه غم په مونږ رالويړې
 رحم ورک شوی د اسمان غيږه کې
د پريښتو، د شيطان وشوه جوړه
پريښتې ناستې د شيطان غيږه کې
نيت د اغيار بې وسۍ خپلې کړم وريت
لمبه لمبه شومه د ځان غيږه کې
دغې پرهر ، پرهر ، پرهر وختو کې
( لونګ ) راوړې دې ګلان غيږه کې 
 
٢٠٠٥/ ٧/ ٢٦ زيوريخ، پلافرېيون
په ايمان را ياد شيبشپړ شعر ولولئ

په ايمان را ياد شي

مختارلونک

ګل   ته   چې   وګورم   جانان   را ياد   شي
په  پاڼه    پاڼه     يې     لبان    را ياد    شي
لکه    د  ويني   مې    په زړه    کې    ګرځې
ياره   هر  ناز   دې   په  ايمان  را ياد  شي
هر   چيري   نوم   چې    د    چنار   وا و رمه
د  چنارو   شاعر  کاروان  (١)  را ياد شي
د   چا   له  خولې  چې    کربلا    ياده    شي
ماته   په   خيال   افغانستان   را ياد  شي
زړګی  مې  منډه  واخلي    هلته      ورشې
راته   طالب    چې    د     قران    را ياد  شي
يخني     مې    زړه    ونيسي   و ر ږ د يږي
چې   د  هجرت  د  شپو  باران  را ياد   شي
ا رو ا   مې   مسته     شي    اتڼ    وا چوي
 چې   د جهاد   ښکلی  دوران   را ياد    شي
د   سترکو   ډنډ   مې   زلزلي     څپي     کا
ښايسته  ځوانان  لکه  ګلان  را ياد   شي
د   يو   يتيم   په   څير    ژړا    خپله     کړم
مست  د   حجرو  انډيوا ﻻن  را  ياد   شي
له سترګو لاړ مې  شې کاروان  د اوښکو
چـــــې خــــپل بې وسه انسانان را ياد شي
دلتــــــــه دی ژونـــــــد د خوشحاليو نازنين
( لونګ )  ته خپل د غم  داستان را ياد شي
 ( ١) پير محمد کار وان ،چنار خبري کوي
٢٠٠٥ / ١/    ٢٦زيوريخ
د سيند غاړهبشپړ شعر ولولئ

د سيند غاړه

مختارلونک

د  جانان  ښکلا خو لمر  دی  سترګې   بريښې

د بريښنا غوندې يې نظر دی سترګې بريښې

خود    چړې    به     پڅوم          پخپلو      ګوتو

سم   يوسف   زما  دلبر دی    سترګې   بريښې

د سيند غاړه   پستې شګې سپينې خولې دې

 نن ډير ښکلی  مازيګر دی   سترګې    بريښې

هره     يوه     لکه    د    ګلو     غوړګه    بريښې

دلته هم خو سم سنګر(!)  دی  سترګې  بريښې

دا   تر   څنګه    پيغله      ګوره      کا پر     نشم

هر اندام يې سپين مر مر دی سترګې بريښې

تکه   سپينه   هسکه    غاړه   يې  د  هيلۍ  ده

ډير  ياغې  يې  لوړ  ټټر دی   سترګې  بريښې

او    مخامخ      دغه      نرۍ      ناترنګه       بله

اوبه  شونډې  يې  کوثر  دی  سترګې  بريښې

د   شيطان   که   د  رحمان   دی     نه    پوهيږم

يو بې باک  شانته  لښکر دی سترګې بريښې

دا   څپې     مې      چيرته      وانخلې     جانانه

غرق   د  مينې   سمندر دی   سترګې   برپښې

زمونږ   د خوارو  خوشحالۍ   خو   چا  وژلي

دلته   هر   ساعت   اختر   دی  سترګې بريښې

 د  سيند غاړې  ( لونګ )  بيا  درته  را درومې

دلته   هره  خوا   ګودر   دی   سترګې   بريښې

 ٢٠٠٥/٦/٢١  زيوريخ

(!) د ننګرهار     وﻻيت  د روداتو ولسوالۍ اړوند يو کلی دی 

څو ټالۍبشپړ شعر ولولئ

څو ټالۍ

مختارلونک

سترګي  پرتې مې ستا  په ﻻر جانانه
ړندې    دې  کړې   په انتظار  جانانه
د  زړه  په ډډ  مې دا ستا نوم  ليکلی
لکه    د   خپل    کلي     چنار    جانانه
يو  څو  ټالۍ  د ميني  نورې  غواړم
له   زلفو جوړ کړه  راته   دار   جانانه
په وړو سرو سترګو مې تير نه وځي
دا  ستا  په  مينه   يم  خمار    جانانه
زما  د  زړه  نه    دې   ارام  وړی  دی
راسره  وکړي  خدای  چې  ﻻر جانانه
ځار دې د مست او تريخ مزاجه ځنې
لکه  يوه  اوښکه  د  کوکنار   جانانه
د وخت  نيتونه  مې   ډير  ښه وليدل
خدای به مې بيا را  ولې وار جانانه
وخت يې اوس هم په لپو لپو را کی
سترګو کې نم  زړه کې انګار جانانه
د ميني  نوم  مې  په بل  څه اړ  وي
و  خو دې ليد  د   پر دو کار   جانانه
په موږ يې يوه خوله خندا نه لوريده
پام خو دې  و نن  په    اغيار  جانانه 
خير که غمي  در ځني غلو  پټ کړي
زه به ( لونګ ) کړم درته هار جانانه
٢٠٠٥ / ٢ / ٥    زيوريخ
ژوندونبشپړ شعر ولولئ

ژوندون

مختارلونک

خـــــــــدايه وســـــــو ، وســــــــــو ، وســـــو

خپل ژونـــــــــــدون را پــــــــــورې اور دی

ډير پې که پې که ژونـــــــدون شـــــــــــــو

ټول پيغور دی ټول پـــــــــيغــــــــور دی 

د ژوندون په ميخـــــــانــــــــــــــه کـــــې

زموږ د خوارو جام نســــــــــــکور دی

لا غوټۍ وو په ډنــــــــــډر کــــــــــــــــې

په مرۍ  مو د مــــــــرګ لـــــــــــور دی

ټول ژوندون مو اوښکې اوښـــکې

د مــــرګـــــي راباندې پــــــــــــور دی

خدايزده کوم پلو تــــــــــه وړې يې

ژوند دمرګ په نيلـــي سپور دی 

آه اواز يې خدايـــــــه نـــــــه اورې

بوږنونکی مظلــــــــــوم شور دی

په قدم قدم کـــــــې مــــــرګ دی

هره لويشت کې د غم زور دی

نن بــــــيا نـــــــــــوی قبـــــر ګــــورم

بيا پرې نوی سورشال خپور دی

بوره شوې نـــــن بــــــيا مــــــور ده

د زړه ســــر د يــــــــــوې مـــور دی

مـــــلالۍ ، مـــــــلالۍ څه شوې

ها ، راغلی بيا پـــــــه کـــور دی

راشه بيــــا راشـــــــه ټــــــپه شه

هار شليدلی مو د خـــــور دی

راشه بيا ميوند ته راشـــــــه

دغه سوال درته د ورور دی

زموږ غازې غازې داستـــــانه

بس ( لونګ ) په تا ټکور دی

٢٠٠٥ / ٤ / ٢٦  زيوريخ