د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مختارلونک شعرونه

غزل

ياره  کوڅې  ته  دې  ملنګ  را درومي

په   مينه  مست لکه  د  بنګ را درومي

زکات        يو    رکن   د    پنځو     بناوو

ستا   د ښکلا   په   تا   قلنګ را درومي

دا  ستا   د   مخ  له   پلوشو   نه   دی  ځار

قربانوي        وزر     پتنګ   را   درومي 

د   زړه  سنګره    ميوندي   سنګر      شه

جانان د سرو سترګو په جنګ رادرومي 

وخته    ځواب    به   ې    له   تا  نه    اخلم

اوس که نا خوالې رنګ په رنګ رادرومي

سترګو  اسمان  کي مې  د غم  وريځي دې

ځکه  باران   يې  په  غور ځنګ  را  درومي

زما  په  کوڅه   کې  دې  شو   پلونه   زاړه

تش دې يادونه څنګ په څنګ  رادرومي

شي   به  د   چا   د   دنګې    غاړي    اميل

له   دې   غزل  بوی   د * لونګ* را درومي

   ٢٠٠٤/١٠/٤    زيوريخ

د شاعر نور شعرونه ←