د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مختارلونک شعرونه

غزل

نن مې بيا شپه خپله غيږ کې نه اخلې

      اغــــــزن مـــــې بيا شو نازنين خوبونه

      بيا راته ستوري سترګکونه وهــــــــي

      راکــــــوي بيـــــــا يو څو د درد شعرونه

      په زړه مــــې بيا د يار غمــــــونه ناڅي

      را باندې اورې  ربابــــــي ســـــــورونه

      زړګـــــی يــــې زما په قواله اخيستی

      په کې کرې  وير  او ماتم غمــــــونـــــه

      اروا مې پاتې په ميراث کې ورتـــــه

      ورکې شيندې بياد لنډيو تخمــــــون

 د څو سرونو نذرانې بيــــــــا غــــواړي

      دغه غازي غازي ســـــــرلوړې غرونه

       د ازادۍ ناوې ســــــــــرتوره بيـــــــــايې

      څه شول ځلمي څه شو  ميرويس مړونه

       ساقــــــــې د ميــــــــوو پر ځای زهر راکړه

      نشته نور ژوند او نه يې شته خوندونه

      پيغلو له اوښکو اميلونه جـــــــوړ کــــړل

      تــــرې تــــــري تم ( لونګ ) ځونډي لړونه

١٢ /١٠ / ٢٠٠٥  زيورخ

د شاعر نور شعرونه ←