د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اباسين يوسفزي

د اباسين يوسفزي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

شاعراوليکوال اباسين يوسفزی شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې دملکنډ ايجنسۍ ددېر د خان پورکلی کې نړۍ ته راغلی دی.
لومړنۍ زده کړې يې پخپله سيمه کې وکړې ، دلوړوزده کړولپاره پېښورته ولاړاو پښتوژبه کې يې د‌ډاکټرۍ ترکچې زده کړې و کړې. دپېښورپه اسلاميه کالج کې دپښتوڅانګې مشروۀ.
د پېښور په پوهنتون کې هم د پښتو ژبې ښوونکی و او په بېلابېلو برخو کې يې د زده کوونکو د ليليو له سرښوونکي نيولې بيا د کرېکېټ کلب تر مشرتابه پورې دندې تر سره کړې دي.
د ښاغلي يوسفزي دوه کتابونه چاپ شوي دي چې يو يې غورځنګونه او بل يې الوت نوميږي .نوموړي د سپرمراد نيازوف د روحنامې اثر په پښتو اړولی او په بېلابېلو ورځپاڼو او مجلو کې يې مقالې هم ليکلې دي .
دوحدت اومشرق په ورځپاڼو ، دمشعل اوخيبر په مجلو اودخيبرتلويزيون اوپيښور راډيولپاره يې ليکنې ديادونې وړدي.
دبيلابيلوشاعرانو اوليکوالوپه سلوکتابونويې کره کتنې ليکلې دي. دغني خان اوليکوالودټولنې غړى اودهيواد اوخيبرمجلومسول مديرهم پاتې شوى دى.
دښوونځيو د٩ مو او١٠ موټولگيو دزده کوونکولپاره يې پښتوکتابونه ليکلي دي. اباسين يوسفزي درحمان بابا ادبي جايزه ، په صوات کې دچاچا رحيم بخش جايزه، دپښتانه ادبي ملگري جايزه گټلې اوله ادبي اوټولنيزوموسسونه يې شاوخوا ٥٠ شهادت نامې اومډالونه ترلاسه کړي دي.
 

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اباسين يوسفزي

هسې د انسان
سترګې نهرې دي
هغه څه حسین ښکاري چې لرې دي

نن مې د عمرونو تنده ماته شوه
شونډې مې په خپلو وینو ترې دي

چېرته چې اخلاص په خروارونو دی
دا د پښتونخواه کندې کپرې دي

چاته چې احساس د محبت نه وي
هغه زړونه کاڼي دي کمرې دي

ستا د حسن ‌ذات یې سرچینه ګڼم
درد دی ، که سرور دی که سندرې دي

غر د
اباسین

مخې ته هیڅ نه وي
دا ډیرې وړې وړې خبرې دي


 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اباسين يوسفزي

ګل به وي نسیم
به وي دلبر به وي
زه چې ویلې کیږم نو سحر به وي

پام کوه جانان د یو نه زیات نشي
زړه به دې کعبه نه وي مندر به وي

سر یې د تنې نه چا بېل کړی دی
چېرته څوک ولي یا سخنور به وي

دومره نزدیکیت مې بې وفا نه کړي
یاد به دې خفه وي مرور به وي

شعر د وږمې غوندې بې واکه وي
یا د

اباسین

غوندې ژور به وي


 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اباسين يوسفزي

دا دنیا راته
میدان ښکاري چاپېره
بل څوک نشته یو جانان ښکاري چاپېره

ستا د غېږې نه چې ستا زلفو ته ګورم
یو لښکر دی را روان ښکاري چاپېره

شیش محل دی که په خوب کې داسې وینم
چې دا ته یې که مې ځان ښکاري چاپېره

دا دې زنه ، اننګي دي او که شونډې
که د خولې نه دې ګلان ښکاري چاپېره

دا زما د اولس مټې دي خو مړې دي
دا چې ګل غوندې ځوانان ښکاري چاپېره

چرته خدای به یې میرو پله راپېښ کړي
په دې غرونو چې باران ښکاري چاپېره

غرونه ډېر دي خو په ځای باندې ولاړ دي
اباسین 
راته روان ښکاري چاپیره


 

 بشپړ شعر ولولئ

 

اباسين يوسفزي

 

اورونه بل دي،
خولې ارزانې، طبيبان نشته، زخمونه ډېر دي
سپوږمۍ چې ځې نو، جانان ته وايه، لا وزګار نه يم، کارونه ډېر
دي

وارخطا نه يم، د
ژوند مزل ته، ژوندون بلها دی، غمونه ډېر دي
زه بې له خدايه، بل څوک منم نه، کنه په سر مې، لاسونه ډېر دي

د چمن سترګي،
درپسې سرې دي، يو ځلې راشه، په زړو لارو
سپرلی سمسور دی، د حسن زور دی، مارغان چغيږي، ګلونه ډېر دي

تاريخ ګواه دی،
زما جلال ته، خوږو ته خوږ يم، ترخو ته تريخ يم
شمله زما ده، ميدان زما دی، که په نړۍ کې، قامونه ډېر دي

جانان اولس مې،
اوده په خوب دی، ويښول غواړي، لړزول غواړي
سر پکښې نشته، بې سره ګرځي، که په شمار کې، سرونه ډېر دي

سوکړه خوريږي،
چينې وچيږي، سردرې دل شوې، وطن لتاړ شو
د رب بې شانه، مهرباني ده، په

اباسين
کې ، موجونه ډېر
دي