د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

ګل به وي نسیم به وي دلبر به وي
زه چې ویلې کیږم نو سحر به وي

پام کوه جانان د یو نه زیات نشي
زړه به دې کعبه نه وي مندر به وي

سر یې د تنې نه چا بېل کړی دی
چېرته څوک ولي یا سخنور به وي

دومره نزدیکیت مې بې وفا نه کړي
یاد به دې خفه وي مرور به وي

شعر د وږمې غوندې بې واکه وي
یا د
اباسین غوندې ژور به وي


 

د شاعر نور شعرونه ←