د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

14 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

شاعراوليکوال اباسين يوسفزی شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې دملکنډ ايجنسۍ ددېر د خان پورکلی کې نړۍ ته راغلی دی.
لومړنۍ زده کړې يې پخپله سيمه کې وکړې ، دلوړوزده کړولپاره پېښورته ولاړاو پښتوژبه کې يې د‌ډاکټرۍ ترکچې زده کړې و کړې. دپېښورپه اسلاميه کالج کې دپښتوڅانګې مشروۀ.
د پېښور په پوهنتون کې هم د پښتو ژبې ښوونکی و او په بېلابېلو برخو کې يې د زده کوونکو د ليليو له سرښوونکي نيولې بيا د کرېکېټ کلب تر مشرتابه پورې دندې تر سره کړې دي.
د ښاغلي يوسفزي دوه کتابونه چاپ شوي دي چې يو يې غورځنګونه او بل يې الوت نوميږي .نوموړي د سپرمراد نيازوف د روحنامې اثر په پښتو اړولی او په بېلابېلو ورځپاڼو او مجلو کې يې مقالې هم ليکلې دي .
دوحدت اومشرق په ورځپاڼو ، دمشعل اوخيبر په مجلو اودخيبرتلويزيون اوپيښور راډيولپاره يې ليکنې ديادونې وړدي.
دبيلابيلوشاعرانو اوليکوالوپه سلوکتابونويې کره کتنې ليکلې دي. دغني خان اوليکوالودټولنې غړى اودهيواد اوخيبرمجلومسول مديرهم پاتې شوى دى.
دښوونځيو د٩ مو او١٠ موټولگيو دزده کوونکولپاره يې پښتوکتابونه ليکلي دي. اباسين يوسفزي درحمان بابا ادبي جايزه ، په صوات کې دچاچا رحيم بخش جايزه، دپښتانه ادبي ملگري جايزه گټلې اوله ادبي اوټولنيزوموسسونه يې شاوخوا ٥٠ شهادت نامې اومډالونه ترلاسه کړي دي.
 

 

ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

په سترغلو كې مې پاړسوب راشي نمر چې را وخېژي نو خوب راشي ستا تصور هم غزونې وكړي كله چې شپه په زلميتوب راشي په…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

چاوې چې مين شومه نو ښاد شومه زه خو ستا په مينه كې برباد شومه وګوره زه څومره خوش نصيبه يم ستا په نامه ټول…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

ګله چې ازغي هم رانه ځان راټولي څوك به مې ريښې ريښې ګرېوان راټولوي زړونه د مينو كړي خواره د ګل په رنګې پس له…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

لكه د خوبه چې بيدار شي سړى مينه چې وكړي نو هوښيار شي سړى د چا د سترګو نه چې وغورځېږي لكه د غره نه…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

ستا يادونو خو زه ډېر زرې زرې كړم زړه مې غواړي چې دا زړه له ځانه پرې كړم د ډيوې دود راته زلفې زلفې كېږي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

ستا بڼو راله زړګى كړو كرښې كرښې بې وسۍ راله تندى كړو كرښې كرښې چې يې وليدې زما چاودلې شونډې نو له قصده يې منګى…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

ما چې مړ كې انتقام به له چا اخلې اوس مې وژنې كه واپس دې سزا اخلې؟ لكه شمعه دې بلېږمه په زړه كې په…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي ماله افسوس د خپلې مينې په انجام راځي زه محبت د هر انسان د زړه دارو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

غزل نن راباندې بوی د پسرلي راځي څوک دی چې خیالونو ته مې ځي راځي کله چې د ګلو منځ کې کښېنمه خیال ته مې…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

کړي خوشبویانې چې هر څوک په دغه لاره راځي ماله جانان د سرو ګلونو له ګلزاره راځي ستا د خوږو خوږو خبرو جادو نه ماتووم…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

هسې د انسان سترګې نهرې دي هغه څه حسین ښکاري چې لرې دي نن مې د عمرونو تنده ماته شوه شونډې مې په خپلو وینو…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

ګل به وي نسیم به وي دلبر به وي زه چې ویلې کیږم نو سحر به وي پام کوه جانان د یو نه زیات نشي…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

دا دنیا راته میدان ښکاري چاپېره بل څوک نشته یو جانان ښکاري چاپېره ستا د غېږې نه چې ستا زلفو ته ګورم یو لښکر دی…

بشپړ شعر ولولئ ←
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

 

  اورونه بل دي، خولې ارزانې، طبيبان نشته، زخمونه ډېر دي سپوږمۍ چې ځې نو، جانان ته وايه، لا وزګار نه يم، کارونه ډېر دي…

بشپړ شعر ولولئ ←