افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
هسې د انسان
سترګې نهرې دي
هغه څه حسین ښکاري چې لرې دي
نن مې د عمرونو تنده ماته شوه
شونډې مې په خپلو وینو ترې دي
چېرته چې اخلاص په خروارونو دی
دا د پښتونخواه کندې کپرې دي
چاته چې احساس د محبت نه وي
هغه زړونه کاڼي دي کمرې دي
ستا د حسن ذات یې سرچینه ګڼم
درد دی ، که سرور دی که سندرې دي
غر د
اباسین
مخې ته هیڅ نه وي
دا ډیرې وړې وړې خبرې دي