د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اباسين يوسفزي شعرونه

غزل

دا دنیا راته میدان ښکاري چاپېره
بل څوک نشته یو جانان ښکاري چاپېره

ستا د غېږې نه چې ستا زلفو ته ګورم
یو لښکر دی را روان ښکاري چاپېره

شیش محل دی که په خوب کې داسې وینم
چې دا ته یې که مې ځان ښکاري چاپېره

دا دې زنه ، اننګي دي او که شونډې
که د خولې نه دې ګلان ښکاري چاپېره

دا زما د اولس مټې دي خو مړې دي
دا چې ګل غوندې ځوانان ښکاري چاپېره

چرته خدای به یې میرو پله راپېښ کړي
په دې غرونو چې باران ښکاري چاپېره

غرونه ډېر دي خو په ځای باندې ولاړ دي
اباسین  راته روان ښکاري چاپیره


 

د شاعر نور شعرونه ←