پښتو ادب · شاعران
صابر اصل زي
د صابر اصل زي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
15 خپاره شوي شعرونه
بختبشپړ شعر ولولئ
بخت
صابر اصل زي
بخت
ستادراتګ ﻻرې څارمه ته به کله راځې؟
دجدايئ شپې تېرومه ته به کله راځې؟
خوب مې ليدلوماته ګل دصنوبرراکوې
زړه په تعبير خوشحالومه ته به کله راځې؟
کله په سوچ کې دګلونو په باغوکې ګرځو
کله دې زنې وتړمه ته به کله راځې؟
دادهجران په تروشپوکې په ماڅه تيريږي؟
تاب دې هجران نورنه لرمه ته به کله راځې ؟
ستادسفرمودې اوږدې اوترخې شوې ډېرې
زه دې نږدې ﻻرې څارمه ته به کله راځې؟
زمادې بخت معشوقې ته زما وطن ته راشه
بې تاوطن زه څه کومه ته به کله راځې؟
سپينې رڼاورځې مې تورې تيارې شوې راته
د اصلزي دزړه درمله ته
به کله راځې ؟
مالمو ١٣٨٤-٢-٢٣
دخلکونه جداوای په بيدياکې ګرځېدلیبشپړ شعر ولولئ
دخلکونه جداوای په بيدياکې ګرځېدلی
صابر اصل زي
دخلکونه جداوای په بيدياکې ګرځېدلی
مجنون وای لېونی وای په سحراکې ګرځېدلی
پناوای ترڅوغرونواودکلي نه جداوای
دخپل کلي دخلکونه په غلاکه ګرځېدلی
سرټيټ مې وای ګرېوان کې اوپه سوچ کې
زنګېدلی
دفکرپه ټال ناست وای په هواکې ګرځېدلی
نه تهمت مې دچاوېلی نه دبل مې اورېدلی
ددې لوئې ګناه نه په توبه کې ګرځېدلی
رباب دأدم خان وای اومینه ددرخووای
يوسف غوندې په توردې زليخاکه ګرځېدلی
غيبت کړی دخپل وروره اوکمی کړی دتربوره
افسوس دی اصل زيه په ژړاکه
ګرځېدلی
١٣٨٤-٢-١٩
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
صابر اصل زي
غزل
لکه شبنم چې سهارلمر
واخستو
داسې مې زړه رانه دلبر واخستو
دبڼوغشي يې وؤراول راباندې
ده وينوڅاڅکومې ځيګر واخستو
زه يې په ديدن پسې کوڅې لټوم
دې ايجاره باندې ګودرواخستو
ما ويلې يوزه لېونی د غروشوم
دې ليونيانوخوټول غر واخستو
ده ګلو ډکه مې زولۍ وه ورته
دې پکښې ګل دصنوبر واخستو
په يوه کوڅه کښې سره لروبرشوؤ
د اصلزي بخت چه
اجل واخستو
١٣٨٤-٢-١٨-
پښتو ترانهبشپړ شعر ولولئ
پښتو ترانه
صابر اصل زي
پښتو ترانه
مونږه پښتا نه يو په نړۍ کښې جګ نښان لرو
فخر د افغان لرو - فخر د افغان لرو
وطن مو دی ناموس ناموس ساتو ښکلی ايمان
لرو
فخر په اسلام لرو - فخر په اسلام لرو
مونږه پښتنې مور په سز نيو کښې تړلي يو
ښکليیې روزلي - يوښکلي يې روزلي يو
مونږه يې په خپلو پښتنې پيو لوی کړي يو
دنياته يې ښودلي يو- دنياته يېښودلي يو
ځکه په دعادې خپلې مور باندې ايمان لرو
فخر دافغان لرو- فخر دافغان لرو
وينه دغيرت مو په رګونو کښې ټوپونه
کړي
دښمن ته اوازنه کړي- دښمن ته اوازونه کړي
مينه دوطن موننه زړونوکښې خوبونه کړي
داسې فريادونه کړي - داسې فريادونه کړي
ځکه قرباني په خپل وطن باندې هر ځوان لرو
فخر دافغان لرو- فخر دافغان لرو
وطن مو نن دهر افغان بچي نه صداقت غواړي
داملي وحدت غواړي - داملي وحدت غواړي
داسې په خپل منځ کې دښمنيو نه نفرت غواړي
تېر وخت نه عبرت غواړي - تېر وخت نه عبرت
غواړي
وايي اصل زی چې نن
دجوړ وطن ارمان لرو
فخر په اسلام لرو - فخر په اسلام
لرو
انځورونه خالی پاتېبشپړ شعر ولولئ
انځورونه خالی پاتې
صابر اصل زي
انځورونه خالی پاتې
دشپونکي شپېلۍ کڼه شوه اوسرلکي له رمې
پاتې
دلېوانو ښه مېله شوه يوڅو وري له
رمې پاتې
په دا برکلي که شورشو ديوه
مړي جنازه ده
ملانشته په ممبر کې اوجوماتونه خالي پاتې
په سجدوهم پوره نه شوه چې نفسونه
موکافرشول
رانه ډک شول دوزخونه او جنتونه خالي پاتې
چې بېړۍ به ګرځېدې راګرځېدې دعمل په
سمندرکې
طوفانونوکې ﻻهوشوې او دريابونه خالي پاتې
چې په ژبه دقلم کې کوم پيغام وؤ دې دنياته
رنګونه پکښې وچ شول او قلمونه خالي پاتې
دحق په کوم کلام چې کومې ژبې غږېدلې
چلېدلې
نن ګونګې شوې داژبې کالبتو نه خالي پاتې
دستوروپه شمارلوبه يې شپې درنګ روڼې کولې
په شک که يې جنت شو اوميدونه خالي پاتې
د دې برکلي رمه چې زمونږ په فصل ګډه شوله
فصلونه يې کړل راژوبل ډنډارونه خالي پاتې
ماتاوان ورنه غوښتلو خو ده دې جرګه شوه
مخته
تاوان د رمې غواړم څو غاښونه يې خالي پاتې
اصل زيه دا ارمان به دې
ترګوره پورې وړې ته
په حق پسې که ګرځې انځو رونه يې خالي پاتې