افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دخلکونه جداوای په بيدياکې ګرځېدلی
دخلکونه جداوای په بيدياکې ګرځېدلی
مجنون وای لېونی وای په سحراکې ګرځېدلی
پناوای ترڅوغرونواودکلي نه جداوای
دخپل کلي دخلکونه په غلاکه ګرځېدلی
سرټيټ مې وای ګرېوان کې اوپه سوچ کې
زنګېدلی
دفکرپه ټال ناست وای په هواکې ګرځېدلی
نه تهمت مې دچاوېلی نه دبل مې اورېدلی
ددې لوئې ګناه نه په توبه کې ګرځېدلی
رباب دأدم خان وای اومینه ددرخووای
يوسف غوندې په توردې زليخاکه ګرځېدلی
غيبت کړی دخپل وروره اوکمی کړی دتربوره
افسوس دی اصل زيه په ژړاکه
ګرځېدلی
١٣٨٤-٢-١٩