پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
پښتو ترانه
پښتو ترانه
مونږه پښتا نه يو په نړۍ کښې جګ نښان لرو
فخر د افغان لرو - فخر د افغان لرو
وطن مو دی ناموس ناموس ساتو ښکلی ايمان
لرو
فخر په اسلام لرو - فخر په اسلام لرو
مونږه پښتنې مور په سز نيو کښې تړلي يو
ښکليیې روزلي - يوښکلي يې روزلي يو
مونږه يې په خپلو پښتنې پيو لوی کړي يو
دنياته يې ښودلي يو- دنياته يېښودلي يو
ځکه په دعادې خپلې مور باندې ايمان لرو
فخر دافغان لرو- فخر دافغان لرو
وينه دغيرت مو په رګونو کښې ټوپونه
کړي
دښمن ته اوازنه کړي- دښمن ته اوازونه کړي
مينه دوطن موننه زړونوکښې خوبونه کړي
داسې فريادونه کړي - داسې فريادونه کړي
ځکه قرباني په خپل وطن باندې هر ځوان لرو
فخر دافغان لرو- فخر دافغان لرو
وطن مو نن دهر افغان بچي نه صداقت غواړي
داملي وحدت غواړي - داملي وحدت غواړي
داسې په خپل منځ کې دښمنيو نه نفرت غواړي
تېر وخت نه عبرت غواړي - تېر وخت نه عبرت
غواړي
وايي اصل زی چې نن
دجوړ وطن ارمان لرو
فخر په اسلام لرو - فخر په اسلام
لرو