د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي صابر اصل زي شعرونه

انځورونه خالی پاتې

انځورونه خالی پاتې

دشپونکي شپېلۍ کڼه شوه اوسرلکي له رمې پاتې
دلېوانو ښه مېله شوه يوڅو وري له  رمې پاتې
په  دا برکلي که  شورشو ديوه مړي جنازه ده
ملانشته په ممبر کې اوجوماتونه خالي پاتې
په سجدوهم پوره نه شوه چې نفسونه موکافرشول
رانه ډک شول دوزخونه او جنتونه خالي پاتې
چې بېړۍ به ګرځېدې راګرځېدې دعمل په سمندرکې
طوفانونوکې ﻻهوشوې او دريابونه خالي پاتې
چې په ژبه دقلم کې کوم پيغام وؤ دې دنياته
رنګونه پکښې وچ شول او قلمونه خالي پاتې
دحق په کوم کلام چې کومې ژبې غږېدلې چلېدلې
نن ګونګې شوې داژبې کالبتو نه خالي پاتې
دستوروپه شمارلوبه يې شپې درنګ روڼې کولې
په شک که يې جنت شو اوميدونه خالي پاتې
د دې برکلي رمه چې زمونږ په فصل ګډه شوله
فصلونه يې کړل راژوبل ډنډارونه خالي پاتې
ماتاوان ورنه غوښتلو خو ده دې جرګه شوه مخته
تاوان د رمې غواړم څو غاښونه يې خالي پاتې
اصل زيه  دا ارمان به دې ترګوره پورې وړې ته
په حق پسې که ګرځې انځو رونه يې خالي پاتې
 

د شاعر نور شعرونه ←