پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
بخت
بخت
ستادراتګ ﻻرې څارمه ته به کله راځې؟
دجدايئ شپې تېرومه ته به کله راځې؟
خوب مې ليدلوماته ګل دصنوبرراکوې
زړه په تعبير خوشحالومه ته به کله راځې؟
کله په سوچ کې دګلونو په باغوکې ګرځو
کله دې زنې وتړمه ته به کله راځې؟
دادهجران په تروشپوکې په ماڅه تيريږي؟
تاب دې هجران نورنه لرمه ته به کله راځې ؟
ستادسفرمودې اوږدې اوترخې شوې ډېرې
زه دې نږدې ﻻرې څارمه ته به کله راځې؟
زمادې بخت معشوقې ته زما وطن ته راشه
بې تاوطن زه څه کومه ته به کله راځې؟
سپينې رڼاورځې مې تورې تيارې شوې راته
د اصلزي دزړه درمله ته
به کله راځې ؟
مالمو ١٣٨٤-٢-٢٣