پښتو ادب · شاعران
درویش دوراني
د درویش دوراني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
پـه مړو کتو مي پر زړ ګي باندي باڼه تېروې
زما د کور پــــر کـاڼي مــا و ته چاړه تېروې
شعرونه
40 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
ډېر سره لرې يو موږ ډېر سره نږدې كړې خدايه
زما په اوښكو د جانان سترګې لندې كړې خدايه
زړه د هر ښكلي د هغه د مخ په شانې سپين كړې
د ښيښو شاته دغه كاڼي هم ښيښې كړې خدايه
په خپلو اوښكو بېرته و وينځو رانجه د سترګو
زموږ په هره ښادۍ غم ولې پسې كړې خدايه
چې يبلې پښې ځي له وطنه، د هغو لپاره
د ګل تر پاڼو د اغزو څوكې پستې كړې خدايه
چې د دروېش د زړه تركاڼي پورې ورې وزي
د بڼو څوكې دې د يار څومره تېرې كړې خدايه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
بدن ته نه رسېږي دغه تاوان زړه ته رسي
كږه خبره د سم غشي په شان زړه ته رسي
په كوم طرف باندې روان شم په دې نه پوهېږم
ګوره چې كومه يوه لار د جانان زړه ته رسي
څه په اسانه رقيب درشي ستا تر كوره پورې
څه په اسانه دا مختور د جهان زړه ته رسي
ستا د كږو وروځو په باب دومره ويلاى شم زه
چې هر تېره غشى د دغه كمان زړه ته رسي
پر سپوږمۍ باندې خو يې ولګاوه پل دروېشه!
ګوره چې كله به انسان د انسان زړه ته رسي؟
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
دښمن په زوره ننوت په كور د پښتانه
خو دغه كار يې هم وكړ په زور د پښتانه
چالاكه دښمنان چې يې سر وړي، هغه مهال
مشغول لكه ماشوم كړي په څه ورور د پښتانه
دستي د پښتانه په وجود ولګوي غاښ
چې هر يخزڼى مار تود شي په اور د پښتانه
وړيا به يې هم دركړي كه يې زړه وي ستا په كار
خو سر په هر حالت كې دى په پور د پښتانه
دروېش ورپسې ټول عمر اخيستى و څراغ
خو چرته يې هم و نه ليد غمخور د پښتانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
بارخو، زنه، اوربل، سترګې او لب نه هېروم
دروېشه! نعمتونه به د رب نه هېروم
له ياده به ونه باسمه څوكي د بڼو
د خپل زړه د ژور زخم سبب نه هېروم
له ياره خوله ونه غواړم او بېرته شم راستون
خو دا ځل به خبره د مطلب نه هېروم
مات نه شوم د مودو مودو هجران وته اشنا
ستا رنګ دى رانه هېر خو ستا طلب نه هېروم
په وصل كې دروېشه لرم وېره د فراق
د رحم په وخت هم د خداى غضب نه هېروم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
درویش دوراني
هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شي
بس له لـــــرې ورتــــــــه وګوري روان شي
دا چې هره ورځ وركيــــــــږي دلـــــته زړونه
هسې نه چې ټول په تا باندې تــاوان شي
زړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نــــرى كړ
چې رقيب شړې نو هم زما ارمان شــــــي
په وړه خوله چې كــــــــوې لــــويه خبــــره
دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شي
د دروېش خاورې وجود به هم سره زرشي
كه دې شونډو ته نږدې لكه پېزوان شـــي
چا دی لوټلی ستاسې کور او تللی پلبشپړ شعر ولولئ
چا دی لوټلی ستاسې کور او تللی پل
درویش دوراني
چا دی لوټلی ستاسې کور او تللی پل
دی چېرته
دومره مو هم معلومه نه کړله چې غل
دی چېرته
ته لګيا اوسه، د دښمن د تــُـورې
څوکه څاره
که څه هم دا معلومه نه ده چې اجل
دی چېرته
لوګی يې پاته دی زما پر دېوالونو
باندې
خو دا ساعت هغه څراغ ګوره چې بل
دی چېرته
د ژوندانه په تاوده لمر کې تر
آخره موږ ته
معلومه نه شوله چې سيوری د اوربل
دی چېرته
دروېش که خوله له ياره واخلي،
ورته ښه به وايو
موږ دی ستايلی چا چې کړی نيک عمل
دی چېرته
چې ډکه وي له درده او له غمه ایبشپړ شعر ولولئ
چې ډکه وي له درده او له غمه ای
درویش دوراني
چې ډکه وي له درده او له غمه ای
جانانه
ګڼي ستا عاشقان هغه لار سمه
ای جانانه
په کوم نامه دې وبولم، په کوم لقب
دې ياد کړم
ای ياره، ای نګاره، ای صنمه ، ای
جانانه
دا رنګه راته وګورې چې کړي هر يو
باڼه دې
زما د ژوندانه يوه شپه کمه ای
جانانه
شايد ستا عاشقانو هغه شپه ژړلي نه
وو
ګلان وو سهار پاتې بې شبنمه ای
جانانه
ګرمي د هر سفر وه بيا
دروېش ته بې اثره
چې لاړ ستا په سايه کې څو قدمه ای
جانانه
دا ستا د زړه و خواته در روان دیبشپړ شعر ولولئ
دا ستا د زړه و خواته در روان دی
درویش دوراني
دا ستا د زړه و خواته در روان دی
بل سړی
زه نه يم اوس مالک د دا مکان دی
بل سړی
ددغه ښار ځپلي که نازېږي ټول په
ما
ددغه ښار پر ښکلو باندې ګران دی
بل سړی
زه نه يم، زه خو ستوري هومره لري
يم اشنا
ستا شونډو ته نزدې لکه پېزوان
دی بل سړی
پخوا به دې تل زه درګډولم په خپل
غم
خو نن دې لوند د اوښکو په باران
دی بل سړی
دروېشه په دې کلي کې دی دا عجب
رواج
چې تـُــوري يو سړی وهي او خان
دی بل سړی
ډېر سره لرې يو موږ ډېر سرهبشپړ شعر ولولئ
ډېر سره لرې يو موږ ډېر سره
درویش دوراني
ډېر سره لرې يو موږ ډېر سره
نزدې کړې خدايه
زما په اوښکو د جانان سترګې لندې
کړې خدايه
زړۀ د هر ښکلي د هغه د مخ په شانې
سپين کړې
د ښيښو شاته دغه کاڼي هم ښيښې کړې
خدايه
په خپلو اوښکو بېرته ووينځو رانجه
د سترګو
زموږ په هره ښادي غم ولې پسې کړې
خدايه
چې يبلې پښې ځي له وطنه، د هغو
دپاره
د ګل تر پاڼو د اغزو څوکې پستې
کړې خدايه
چې د دروېش د زړه تر کاڼي پورې
ووري وزي
د بڼو څوکې دې د يار څومره پستې
کړې خدايه
۲۴/دسمبر/۱۹۹۷ ز
دښمن په زوره ننوت په کور دبشپړ شعر ولولئ
دښمن په زوره ننوت په کور د
درویش دوراني
دښمن په زوره ننوت په کور د
پښتانه
خو دغه کار يې هم وکړ په زور د
پښتانه
څالاکه دښمنان چې يې سر وړي، هغه
مهال
مشغول لکه ماشوم کړي په څه ورور د
پښتانه
دستي د پښتانه په وجود ولګوي غاښ
چې هر يخزڼی مار تود شي په اور د
پښتانه
ويړيا به يې هم درکړي که يې زړه
وي ستا په کار
خو سر په هر حالت کې دی په پور د
پښتانه
دروېش ورپسې ټول عمر
اخيستی و څراغ
خو چرته يې هم ونه ليد غمخور د
پښتانه
۲۲/اکتوبر/۲۰۰۰ م